په یوه ورځ کې ۸۹۴ افغانان د تورخم له لارې هېواد ته ستانه شوي دي

۱۵ ساعتونه مخکې

د خېرپښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو ادارې د وروستي راپور له‌مخې، یوازې نن (دوشنبه) ۸۹۴افغان کډوال د دغه ایالت له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په دغه شمېره کې ۸۶۷ په خپله خوښه او ۲۷ نور په جبري توګه اېستل شوي دي.

د دې کسانو په منځ کې ۴۳۰د اې‌سي‌سي کارټ‌لرونکي دي.

د تورخم پوله د کډوالو لپاره د تېرېدو اصلي ټکی بلل کېږي او یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۶۶ افغان کډوال د دې پولې له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

همداراز ۴۲۲ افغان کډوال له لنډي کوتل او ۶۸ کسان له پېښور ښاره افغانستان ته تللي دي. له خېبرپښتونخوا د افغانانو د اېستلو بهیر د دغه ایالت حکومت تر څارنې لاندې دوام لري.

راپور ښيي، چې د کډوالو د اېستلو بهیر له پیل راهیسې تر پنځه لکو او ۳۳زرو ډېرافغان کډوال د دغه ایالت له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر افریدي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، په تېره اپرېل میاشت کې ۱۴۴ زره افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي.

په داسې حال کې چې ګڼو نړۍوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو ناوړه او جبري اېستل ودروي، دغه هېواد ورځ تر بلې د افغانانو د اېستلو بهیر ته زور ورکوي.

شاوخوا یوه میاشت مخکې د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی و، چې د افغان کډوالو د اېستلو له پرېکړې سملاسي تېر شي او د نړۍوالو انساني حقونو له قانون سره سم اصلاحي ګامونه پورته کړي.

دغه سازمان ویلي، پاکستان د ناقانونه بهرنیانو په نوم تر اته سوه زرو ډېرو افغانانو اېستلو دویم پړاو پیل کړی، چې افغانستان ته په ستنېدو له ګواښ سره مخ کېږي.

نور خبرونه

رادیو