ایراني چارواکو په البرز ولایت کې ۱۰۰ زره ناقانونه کډوال راټول کړي

۶ ساعتونه مخکې

د ایران د البرز ولایت چارواکي وایي، د ناقانونه کډوالو راټولولو لپاره یې یو مرکز جوړ کړی او ۱۰۰ زره غیر قانوني کډوال یې پکې راټول کړي. چارواکو ویلي، چې دغه اقدام د ټولنیزو ستونزو په حل کې مهم پرمختګ دی.

ایرنا خبري اژانس د دغه هېواد د البرز ولایت د عمومي څارنوال حسن مددي په حواله راپور وکړی، چې په یاد ولایت کې یې د ناقانونه کډوالو د راټولولو لپاره یو مرکز جوړ کړی او تردې مهاله یې پکې ۱۰۰زره کډوال ځای پرځای کړي دي.

حسن مددي وايي:«په ولایت کې د ناقانونه اتباعو د راټولولو لپاره یو ځانګړی مرکز جوړ شوی چې پخوا موجود نه و. دغه مرکز تر اوسه له ۱۰۰زره ډیر ناقانونه بهرني وګړي راټول کړي دي.»

راټول شوي کډوال «بهرني اتباع» یاد شوي، خو په ایران کې د بهرنیو اتباعو اصطلاح ډېری افغانانو ته کاریږي.

مددي وايي، چې د ناقانونه کډوالو په راټولولو سره اوس په دغه ولایت کې د جنايي پېښو کچه ۲۰ سلنه کمه شوې ده.

که څه ایران هره ورځ لسګونه افغان کډوال په زور بېرته افغانستان ته ستنوي، خو د ایران د البرز ولایت چارواکو دا نه دي ویلي، چې په دغه ولایت کې راټول شوي ناقانونه کډوال بېرته خپلو هېوادونو ته ستنوي او که نه.

نور خبرونه

رادیو