دي انډین ایکسپریس رسنۍ په راپور کې ویل شوي، چې د هند امنیتي ځواکونو د کشمیر د ترهګریزې پېښې په ځای کې سنایپر، ایم لړۍ ټوپکونه، مرمۍ او نور پرمختللي وسایل ترلاسه کړي دي، چې ګڼ شمېر یې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پاتې شوي مهمات بلل شوي.
دغې هندي رسنۍ د هند تر ادارې لاندې کشمیر د پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو د برید په اړه د څېړنو نوي معلومات خپاره کړي دي.
په راپور کې د هند امنیتي او حکومتي سرچینو له قوله ویل شوي، چې ښايي بریدګرو د پهلګام له برید وړاندې استخباراتي معلومات ترلاسه کړي وي. چارواکو ویلي، چې په کشمیر کې یې د برید ترسره کېدو په اړه وړاندې معلومات لرل او د برید د ګواښ له امله یې د کشمیر د سرینګر په زابروان غرونو او شاوخوا سیمو کې امنیتي تدابیر ډیر کړي وو.
یو لوړ پوړي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي:« د پولیسو لوړپوړي چارواکي، د پولیسو د عمومي رییس په ګډون د برید نه مخکې څو ورځې په سیمه کې حضور درلود».
نوموړي ویلي، چې امنیتي ادارو د برید په اړه لا له وړاندې معلومات لرل او فکر یې کاوه، چې برید به د سرینګر د شاوخوا هوټلونو په سیمه کې وشي.
نوموړی وايي، امنیتي چارواکو له برید څخه لس ـ پنځلس ورځې وړاندې په ډاچګام، نیشت او شاوخوا سیمو کې چاڼیز عملیات وکړل.
په کشمیر کې د پولیسو یوې سرچینې ویلي، چې استخباراتي معلومات مشخص نه وو او د پهلګام له برید وروسته څرګند شول.
یوې بلې امنیتي سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د امنیتي ادارو څېړنې دا په ډاګه کوي، چې د پهلګام برید څلورو کسانو ترسره کړی او د یادو کسانو له ډلې څخه دوه یې د کشمیر ځايي اوسیدونکي دي.
سرچینه زیاتوي:« وروسته له هغه چې موږ د شکمنو کسانو هویتونه د پاکستان له لارې د اتاري سرحد څخه د کشمیري مسافرو له تفصییلاتو سره پرتله کړل، موږ دا تاییدولی شو، چې دوه یې د سویلي کشمیر څخه پاکستان ته تللي وو، خو د دوی د بیا داخلېدو کوم ثبتوب او ریکارډ نشته. کیدای شي هغوی له کتهوا لارې هند ته راستانه شوي وي.»
امنیتي چارواکو ویلي، چې د دوی څېړنې دا ښيي، چې دغه دوه سیمه ییز کشمیریان له برید څخه وړاندې له سیلانیانو سره یوځای شوي وو.
چارواکي وايي، دوی سیلانیان د خوړو خوړلو لپاره یوځای سره راټول کړل، هلته له مخکې ښايي پاکستانیانو حضور درلود او له نږدې واټن څخه یې پر سیلانیانو ډزې وکړي.
دغه امنیتي سرچینه وايي:« دا څرګنده ده، چې ترهګر د څلور پنځو ورځو لپاره د بایساران په شاوخوا کې پاتي شوي وو، او دا کار د سیمې د ځینو خلکو له همکارۍ پرته ممکن نه وو.»
استخباراتي ادارو د مخابراتي اړیکو ځینې داسې نښې هم موندلې دي، چې دغه ترهګر د څو ورځو لپاره په سیمه کې پاتې شوي وو.
حکومت داسې اندیښنې لري، چې وسله وال ترهګر په سیمه کې تګ راتګ لري.
د دغې هندي رسنۍ په راپور کې ویل شوي، چې امنیتي ځواکونو د پېښې په ځای کې سنایپر، ایم لړۍ ټوپکونه، مرمۍ او نور پرمختللي وسایل ترلاسه کړي دي او ډیری دغه وسایل په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پاتې شوي مهمات ګڼل کیږي.
امنیتي چارواکو ویلي، چې له دې پیښي وروسته ځايي کشمیریانو هم غبرګون ښودلی او د وژل شویو کسانو په یاد کې یې شمعې ولګولې او لاریونونه یې وکړل.