افغان سفارت: د پښتنو کډوالو اېستل د بشري حقونو او کډوالۍ کنوانسیونونو سره په ټکر کې دی

۱۰ ساعتونه مخکې

د سویس د کډوالو اداره کې افغانستان ته د پښتنو د اخراج د نظریې د مطرح کېدو په غبرګون په دغه هېواد کې افغان سفارت ویلي، چې د پښتنو افغان کډوالو اېستل د بشري حقونو او کډوالۍ کنوانسیونونو سره په ټکر کې دی.

د سویس یو شمېر داخلي اسناد ښيي، چې ښایي پښتانه افغان کډوال بېرته افغانستان ته واستول شي.

د دې مفکورې تر شا فکر دا دی چې «له طالبانو سره د ژبې او ټبر په لحاظ نږدېوالي له امله، پښتنو پناه غوښتونکو ته په افغانستان کې ښايي خطر کم وي».

په سویس کې د افغانستان سفارت په خپله اېکس پاڼه کې دې طرحې ته په غبرګون لیکلي: «په مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې ګواکي د سویس حکومت د افغانستان پښتانه وګړي یوازې د قومیت له مخې چې ګوندې له کمو خطرونو سره مخ دي او بېرته ستنول کېدلی شي، د اخراج وړ بللي دي.د افغانستان سفارت او دایمي استازولۍ دا موضوع د سویس د کډوالۍ له اړوندو چارواکو سره شریکه کړې او اوس د هغوی د رسمي ځواب په تمه دي.»

سفارت وړاندې لیکلي، سویس له هغه وخته چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، ټول اجباري اخراجونه درولي دي او یوازې د مجرمینو په ځانګړو مواردو کې استثناء شوي دي.

سفارت ددغې طرحې په تړاو لیکلي: «هېڅ رسمي تګلاره د قومیت پر بنسټ د اخراج په اړه نه شته او دا کار د کډوالۍ کنوانسیونونو او د بشري د حقونو له روحيې سره په ټکر کې دی.»

د سویس نیه څورښر څایتونګ راپور ورکړی، چې د سویس حکومت د افغان کډوالو د بېرته استولو لپاره یوې حساسې طرحې ته اشاره کړې او دا مفکوره د سویس د کډوالۍ په پالیسۍ کې د احتمالي تغییر نښه کېدای شي.

خو ډېری افغان او بهرني شنونکي ددې نظریې خلاف دي، ځکه طالبان ایډیالوژیکه ډله ده او په خپله شل کلنه جګړه کې یې تر ټولو ډېر د پښتنو سیمې او پښتانه په نښه کړي دي.

د اسنادونو له مخې، د سویس د اخراج څانګې رییس د سویس د کډوالۍ سکرتر وینچنزو ماسچیولي ته لیکلي، چې د پناه غوښتنې په برخه کې د سیاسي ستراتیژۍ له تغییر سره پر ځینو انتخابونو لکه د قوم پر اساس اخراج باندې غور کېدای شي.

ورځپاڼه وايي، چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت د پخوا په پرتله «ثبات ته نږدې» ښکاري او له همدې امله اروپایي حکومتونه تر فشار لاندې دي، چې افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته واستوي.

د نیه څورښر څایتونګ د معلوماتو له مخې، د سویس د کډوالۍ د دولتي دفتر (SEM) لوړپوړو چارواکو په برن کې په دې وروستیو کې د داخلي اسنادو له لارې یوه سیاسي او حساسه طرح وړاندې کړه او هغه دا ده چې د افغان کډوالو یوه ټاکلې قومي ډله یعنې پښتانه افغانستان ته بېرته واستول شي.

ورځپاڼه وايي، چې پښتانه د افغانستان تر ټولو ستر قوم دی او د طالبانو ډېری پلویان د پښتنو له منځه دي.

نیه څورښر څایتونګ زیاتوي، «د دې مفکورې تر شا فکر دا دی چې له طالبانو سره په یوه قوم (پښتنو) پورې تړلي افغانان، ښایي د نورو قومونو په پرتله د طالبانو له خوا لږ له ګواښ سره مخ وي. په اسنادونو کې د پښتنو اخراج د مثال په توګه یاد شوی چې په سیاسي ستراتیژۍ کې بدلون څنګه کېدای شي په لویه کچه د افغانانو د بېرته ستنولو پیلامه شي».

ورځپاڼه وايي، سویس په ټوله کې د قومي معیارونو پر بنسټ عمومي اخراج نه پلی کوي او نه هم په تیرو وختونو کې داسې بېلګې ترسترګو کیږي.

سویس تېر کال یو شمېر «مجرم افغانان» بېرته وشړل او له اپرېل میاشتې راهیسې یوازې هغه افغان نارینه بېرته شړل کېدای شي، چې روغ رمټ وي او په افغانستان کې ثابتې کورنۍ اړیکې ولري.

د سویس د کډوالو اداره وايي، دا پالیسي به یوازې لږ شمېر افغانان اغېزمن کړي.

نور خبرونه

رادیو