د سویس د کډوالو اداره کې افغانستان ته د پښتنو د اخراج د نظریې مطرح کېدل د بشري حقونو د فعالانو له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
دغه فعالان وایي، چې دا پرېکړه عادلانه نه ده او پښتانه هم د نورو قومونو په څېر د ترهګرۍ قرباني دي.
د سویس یو شمېر داخلي اسناد ښيي، چې ښایي پښتانه افغان کډوال بېرته افغانستان ته واستول شي.
د دې مفکورې تر شا فکر دا دی چې «له طالبانو سره د ژبې او ټبر په لحاظ نږدېوالي له امله، پښتنو پناه غوښتونکو ته په افغانستان کې ښايي ګواښ کم وي».
د تېر جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د بشري حقونو کمیشنرې شبنم صالحي په خپل اېکس د دې پرېکړې په غبرګون لیکلي: «راپورونه ښيي چې سویس غواړي پښتانه د هغوی د قومیت له مخې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته وشړي. دا یو ډول قومي توپیر دی، یوه تبعیضي کړنه چې د کډوالو نړۍوال کنوانسیون او د بشري حقونو قوانینو سره ټکر لري.دا عمل د کډوالۍ د شواهدو پر بنسټ پرېکړې له منځه وړي او زیانمنې عمومي فرضیې ځای ناستې کوي. دا د ۱۹۵۱ د کډوالو د کنوانسیون د درېیمې مادې او د «غېر اجباري شړلو» اصل نقض دی.»
اغلې صالحي زیاته کړې: «د خلکو شړل یوازې دا چې پښتانه دي، دا معنا لري چې ګناه د قوم پر بنسټ ټاکل کېږي، نه د فردي شرایطو پر بنسټ او د تعقیب ریښتیني خطرونه له پامه غورځول کېږي.»
د نوموړې په وینا، د نړۍوالو قوانینو له مخې د هرې «پناه غوښتنې» غوښتنلیک باید بېطرفانه او انفرادي وڅېړل شي، ډلهییزه سزا ورکول هم غېرقانوني او هم غېراخلاقي دي.
له دې سره، د بشري حقونو بله فعاله اصیلا وردګ بیا په خپل اېکس کې لیکي، چې پښتانه د طالبانو د تاوتریخوالي له امله تښتېدلي او باید ملاتړ یې وشي.
نوموړې زیاتوي: «پښتنوالي جرم نه دی! د پښتنو کډوالو شړل یوازې د قوم پر بنسټ د طالبانو سره تړل ښکاره تبعیض ده او د نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده. زرګونه پښتانه د طالبانو له تاوتریخوالي څخه تښتېدلي دي او ملاتړ ته اړتیا لري.»
د ښځو د حقونو فعالې معصومې سادات د سویس هېواد دغې طرحې ته په غبرګونه ویلي، چې طالبان د ټولو پښتنو استازي نه دي، بلکې د دغې ډلې د سیاستونو قرباني دي.
اغلې سادات په خپل اېکس لیکلي: «طالبان د ټولو پښتنو استازولي نه کوي.دا یوه کوچنۍ ډله ده چې د بېلابېلو قومونو غړي پکې شامل دي. پښتانه پخپله هم د طالبانو د سیاستونو قربانیان دي.د قوم پر بنسټ دا ډول پرېکړې بېوخته، ناعادلانه او د بشري حقونو او کډوالۍ له نړۍوالو معیارونو سره په ټکر کې دي. ډلهييز قضاوت، بېعدالتي لا ژوره کوي.»
مدني فعال عزیزالله سنجر هم په دې باور دی چې پښتانه د افغانستان د نورو قومونو په څېر د ترهګرۍ قرباني دي.
سنجر په خپل اېکس کې لیکي: «د سویس د دولت پرېکړه چې غواړي پښتانه کډوال د طالبانو له ډلې سره وتړي او له هېواده یې وشړي، یوه بېړنۍ، ناعادلانه او د بشري حقونو له اساسي اصولو سره په ټکر کې پرېکړه ده. پښتانه، لکه د افغانستان نور قومونه د ترهګرۍ قربانیان دي، نه عاملین.د سویس دولت ته ښایي چې د خپلې کډوالۍ پالیسۍ ته له سره کتنه وکړي او د افغانستان د ټولنې له تریخ واقعیت سره سم له پښتنو هېوادوالو سره عادلانه او انساني چلند غوره کړي.»
د ښځو د حقونو فعالې څانګه صدیقي هم په خپل اېکس کې لیکلي، چې له سویس څخه د پښتنو کډوالو اېستل هغه هم یوازې د قومیت پربنسټ د نړۍوالو قوانینو نقض دی.
هغې ټینګار وکړ، چې له طالبانو سره د پښتنو تړل ناسمه ده، ځکه زرګونه پښتانه د یادې ډلې له تاوتریخوالي تښتېدلي دي.
د میدان وردګو ولایت پخوانۍ ښاروالې او د ښځو د حقونو فعالې ظریفې غفاري هم په خپل اېکس کې لیکلي، چې دغه طرح د تبعیض بڼه لري او نړۍوال قوانین نقضوي.
د هغې په وینا، د سویس یاده طرحه یوې مشخصې کډوالې ډلې ته یوازې د دوی د قومیت له امله سزا ورکوي.
د نیه څورښر څایتونګ د معلوماتو له مخې، د سویس د کډوالۍ د دولتي دفتر (SEM) لوړپوړو چارواکو په برن کې په دې وروستیو کې د داخلي اسنادو له لارې یوه سیاسي او حساسه طرح وړاندې کړه او هغه دا ده چې د افغان کډوالو یوه ټاکلې قومي ډله یعنې پښتانه دې بېرته افغانستان ته واستول شي.
خو ډېری افغان او بهرني شنونکي ددې نظریې خلاف دي، ځکه طالبان ایډیالوژیکه ډله ده او په خپله شل کلنه جګړه کې یې تر ټولو ډېر د پښتنو سیمې او پښتانه په نښه کړي دي.
د اسنادونو له مخې، د سویس د اخراج څانګې رییس د سویس د کډوالۍ سکرتر وینچنزو ماسچیولي ته لیکلي، چې د پناه غوښتنې په برخه کې د سیاسي ستراتیژۍ له تغییر سره پر ځینو انتخابونو لکه د قوم پر اساس اخراج باندې غور کېدای شي.
ورځپاڼه وايي، چې پښتانه د افغانستان تر ټولو ستر قوم دی او د طالبانو ډېری پلویان د پښتنو له منځه دي.
ورځپاڼه وايي، سویس په ټوله کې د قومي معیارونو پر بنسټ عمومي اخراج نه پلی کوي او نه هم په تیرو وختونو کې داسې بېلګې ترسترګو کیږي.