د افغانستان له خاورې د ترهګریزو ګواښونو د بې ساري زیاتوالي په لړ کې نړۍوال څارونکي او امنیتي شنونکي خبرداری ورکوي، چې افغانستان بیا د سختدریځو او ترهګرو ډلو لپاره په یوه خوندي پټنځای بدلېدونکی دی.
د پارلېمینټ ټاېمز ورځپاڼې د یوې مقالې له مخې، نړۍواله ټولنه او په ځانګړې توګه ملګري ملتونه، چین او روسیه باید سملاسي او مسوولانه اقدام وکړي؛ تر څو د سوېلي او مرکزي اسیا د بې ثباتۍ او ناامنۍ مخه ونیول شي.
د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته پاکستان او د سیمې هېوادونو تمه لرله، چې دغه ډله به د ګاونډیانو ترمنځ امنیتي او اقتصادي همکارۍ ته لاره هواره کړي؛ خو دا هیلې ډېر ژر له منځه ولاړې.
مقاله زیاتوي، چې طالبان په ښکاره توګه د پاکستان ضد وسلهوالو په ځانګړې توګه د «ټيټيپي» ښکاره ملاتړ کوي او د دغه هېواد امنیت یې ګواښلی.
همدا راز زیاته شوې، چې طالبانو د سیمې امنیت ته هم جدي ګواښونه پېښ کړي دي.
په مقاله کې د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ لیکل شوي، چې د طالبانو تر سیورې لاندې «ټيټيپي» په پاکستان کې له ۶۰۰ څخه ډېر بریدونه کړي دي.
همدا راز ویل شوي، چې پاکستاني طالبان دا مهال په افغانستان کې له «شپږ زرو نیولې تر شپږ نیم زرو» پورې وسلهوال لري او هلته ورته پناه ځایونه ورکړل شوي.
په مقاله کې یادونه شوې، چې دغه ډلې له القاعده شبکې سره هم همکاري پیل کړې.
امنیتي شنونکي باور لري، که له ترهګرو ډلو څخه د طالبانو ملاتړ همداسې دوام ولري؛ نو د سیمه په کچه به یو ژور امنیتي ناورین رامنځته شي، چې د منځنۍ اسیا تر څنګ به پر چین او روسیې هم بدې اغېزې ولري.
مقاله کاږي، چې چین، روسیه او ملګري ملتونه باید د دغه ناورین د ژورېدو مخه ونېسي.
د پارلېمینټ ورځپاڼې د مقالې په پای کې پاکستان ته سپارښتنه شوې چې له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو د مخنېوي لپاره باید د سیمې هېوادونو سره استخباراتي همکارۍ پیاوړې کړي، څو خپل امنیت ته پېښ خطرونه کنټرول کړي.