د طالبانو د ټولګټو وزیر عیسی محمد ثاني ویلي، چې د کونړـ نورستان لویې لارې ځینې پاتې برخې رغوي او په دې تړاو یې له اړوند شرکتونو سره خبرې هم کړې دي.
هغه دغه څرګندونې نورستان ته د سفر پر مهال کړې دي.
طالبان له نږدې څلورو کلونو راهیسې د یادې لویې لارې د رغېدو ژمنې کوي؛ خو لا یې هم چارې نیمګړې دي او ځايي اوسېدونکي شکایت کوي، چې د سفر پر مهال له سختو ستونزو سره مخ کېږي. نورستان چې د هېواد په ملي پارک هم یادېږي باورونه دا دي، که یې لاره ورغول شي، نو د ورتلونکو سېلانیانو شمېر به د پام وړ ډېر شي.