د روغتیا نړۍوال سازمان منلې، چې په افغانستان کې د روان ۲۰۲۵ کال د ګوزڼ دویمه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
که څه هم د دغه سازمان په راپور کې د پېښې په اړه ډېر جزییات نه دي راغلي؛ خو ویلي یې دي چې یاده پېښه د هلمند ولایت په سوېل کې ثبت شوې ده.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د روان ۲۰۲۵کال د پولیو لومړۍ پېښه د بادغیس ولایت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې ثبت شوې وه، چې له امله یې یوه پنځه کلنه ماشومه اغېزمنه شوې وه.
د روغتیا نړۍوال سازمان روان کال په ټول افغانستان کې د پولیو ۱۸ مثبتې چاپېریالي بېلګې هم ثبت کړې دي.
د دغه مثبتو بېلګو له ډلې ۸ یې په کندهار کې، ۶ یې په هلمند او یوه – یوه په کابل، ننګرهار، لغمان او زابل ولایتونو کې ثبتې شوې دي.
افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه هېوادونه دي، چې د پولیو وایرس له امله اغېزمن دي او د دغه ناروغۍ د له منځه وړلو هڅې پکې د امنیتي ګواښونو او د واکسینونو په اړه د ناسم پوهاوي له امله له جدي خنډونو سره مخ دي.
تېر کال په افغانستان کې د پولیو ۲۵ پېښې او ۱۱۳ چاپېریالي مثبتې بېلګې ثبت شوې وې، چې ډېری پېښې د هېواد په سوېلي سیمو کې ثبت شوې وې.
د روغتیا نړۍوال سازمان د خپرو کړو شمېرو له مخې؛ د تېر کال دغه مثبتو پېښو له ډلې ۱۴ یې په کندهار، ۷ په هلمند، ۲ په روزګان او یوه – یوه په کونړ او نورستان ولایتونو کې ثبت شوې وې.
روغتیايي کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د طالبانو لهخوا د ښځینه روغتیايي کارکوونکو محدودېدل د واکسیناسیون بهیر اغېزمن کړی دی.