د بښنې نړیوال سازمان: افغانستان لا هم د رسنیو د ازادۍ برخه کې له بدو هېوادنو څخه دی

۱۹ ساعتونه مخکې

د بښنې نړۍوال سازمان د رسنیو د ازادۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه خپره کړې مقاله کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان لا هم د رسنیو د ازادۍ په برخه کې یو له بدترینو هېوادونو څخه دی.

دغه سازمان زیاتوي، «طالبان په بې رحمۍ سره د بیان د ازادۍ ځپلو ته دوام ورکوي، د ځینو رسنیو په فعالیت یې بندیز لګولی او د هغوی خپرونې یې محدودې کړي دي.»

په مقاله کې راغلي، طالبان په ناقانونه ډول هغه خبریالان بندیانوي او شکنجه کوي، چې د دوی د سختو تګلارو او قوانینو په اړه انتقادي راپورونه خپروي.

د بښنې نړۍوال سازمان په خپله لیکنه کې په ۲۰۲۴ کال کې د یوناما خپور کړي راپور ته په اشارې سره وایي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې د طالبانو له‌خوا د ۳۳۶ خبریالانو او رسنیو کارمندانو د خپل سري نیولو، شکنجې، ناوړه چلندونو او کواښلو راپورونه ورکړل شوي دي.

طالبانو په افغانستان کې د بیا ځلې واک ترلاسه کولو وروسته په هېواد کې د ټلویزیون او راډیوګانو په ګډون ډیری رسنۍ د دوی په تکلارو د نیوکو له امله بندې او یا هم ځنډولي دي.

دغې سخت دریځې ډلې پر هغو خبریالانو او شنونکو هم محدودیتونه لګولي، چې له هیواده بهر د ځینو رسنیو لپاره کار او یا ورسره همکاري لري.

د رسنیو او بیان پر ازادۍ د خپل دوامداره برید د یوې برخې په توګه، طالبانو په رسنیو کې پر ژوندیو سیاسي خبرو اترو محدودیتونه لګولي، او انپه رسنیو کې کسان طالبان ټاکي، چې څوک مرکه کولی شي او څه ووايي.

د یادولو وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لسګونه رسنۍ وتړل شوې، سلګونه خبریالان له دندو بې‌برخې شول، پر ګڼو ټلوېزیوني چینلونو د ساه کښو د انځورونو خپرول منعه اعلان شول او په ټولو رسنیو کې د موسیقي پر خپرولو شدید بندیزونه ولګېدل.

که څه هم د خبریالانو ملاتړو بنسټونو په وار- وار له طالبانو د دغو بندیزونو او محدودیتونو د لرې‌کېدو غوښتنه کړې، خو دا ډله رسنیو ته د دوښمن په سترګه ګوري او د یادو بنسټونو غوښتنې یې له پامه غورځولي دي.

نور خبرونه

رادیو