په زابل کې د طالبانو والي شېرمحمد شریفي په یوې غونډه کې ویلي، چې د امنيت د ټينګښت په موخه په امنيتيلیکو کې تصفيه پيلوي.
نوموړي ټينګار کړی: «امنیتي لیکو کې یوازې هغه کسان ساتل کېږي چې جهادي مخینه ولري او ملي ارزښتونو ته ژمن وي.»
په زابل کې د طالبانو والي شېرمحمد شریفي د شنبې په ورځ (د غويي ۱۳مه) په یوې امنيتي غونډه کې ویلي، چې ژر به د یوه پلان له مخې د دغه ولایت په ټولو امنیتي برخو کې تصفيه پيل کړي.
هغه تصفيه د امنیت د ټينګښت په برخه کې مهم ګام یاد کړی.
طالب والي زياته کړې، چې یوازې خپل باوري جنګيالي په امنيتي لیکو کې پرېږدي: «په امنیتي لیکو کې باید یوازې هغه کسان پاتې شي چې جهادي سابقه لري، ملي ارزښتونو ته ژمن وي او د دین، وطن او ولس ساتنه یې اصلي موخه وي.»
نوموړي ټينګار کړی، چې په امنیتيلیکو کې په شخصي اړیکو شامل شوي کسان باید تر پېژندلو وروسته واېستل شي.
زابل کې د طالبانو والي له ټولو امنیتي ادارو غوښتي، چې د تصفيې بهير ژر تعقیب کړي او هېڅ مصلحت دې په کې نه کوي.
د افغانستان په سوېلي ولایتونو کې طالب مسوولین د امنیت پر ټينګښت ټينګار کوي، دا ځکه چې د دغه ډلې مشر له همدې ولایتونو په خاص ډول له کندهار څخه هر څه رهبري کوي.
دوې ورځې وړاندي په کندهار کې ځايي طالب چارواکو د امنیت ټېنکښت په موخه ناسته کړې او د ولسوالیو امنیه قوماندانانو او د ښار د حوزو مسوولینو ته یې امر کړی، چې امنیتي تدابیر نور هم سخت کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو په امنیتي ادارو کې پراخ بدلونونه روان دي.
څو ورځې وړاندې د طالبانو مشر مولوي هبت الله د دې ډلې د کورنیو چارو، دفاع وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست شل سلنه کارکوونکي له تشکیل نه تنقیص کړي او فعال احتیاط ته یې سوق کړي دي.
له دې سره، د طالبانو د دفاع وزیر لاسلیک شوی مکتوب بیا چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، په کې ملا یعقوب مجاهد د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت او استخباراتو ریاست ته مشوره ورکړې، چې شل سلنه تنقیص کې اول «منفور او نامطلوب» کسان منفک کړي او له دې سره دا وېره هم شته، چې د جمهوریت د وخت مسلکي کسان له دندو لرې شي.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډله امنیت خپله تر ټولو لویه لاسته راوڼه یادوي، خو په دې برخه کې لا هم په بشپړ ډول ډاډمن نه دي.