الیاس داعي د رسنیو د ازادۍ قرباني؛ ایا اوسني واکمنان د داعي له وژنې ځان سپینولی شي؟

پرون

د هلمند د خاموشه شوي غږ الیاس داعي له وژنې پنځه کاله تېرېږي، خو تر اوسه یې قاتلان د نوموړي د وژنې له مسوولیت اخیستلو ډارېږي.
تېر جمهوري حکومت د نوموړي د وژنې پړه د افغانستان په اوسنیو واکمنو وراچولې وه، خو طالبانو یې مسوولیت نه و منلی.

د مې درېیمه چې په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ په نامه لمانځل کېږي، د همدې ازادۍ لپاره د رسنیو دوښمنانو لسګونه خبریالان ووژل، چې الیاس داعي هم له دغه قربانیانو یو وو.
نوموړی د ۲۰۲۰ کال د نومبر پر ۱۲مه د بمونو متخصصینو په لښکرګاه کې وواژه.
الیاس داعي د تېر جمهوري حکومت تر ۲۰۲۰ کاله پورې ۱۳۳ افغان خبریال وو، چې د رسنیو د ازادۍ قرباني شو.
دی په هلمند کې د ازادۍ راډيو خبریال و او هغه وخت ووژل شو، چې له کور څخه د کار په لوري روان و او په موټر پسې یې نښلول شویو چاودېدونکو توکو چاودنه وکړه.
په دغه پېښه کې د داعي د ورور مجتبی محمدي ترڅنګ دوه نور کسان چې یو پکې ماشوم وو، ټپیان شوي وو.


الیاس داعي چا وواژه؟
د داعي د وژنې پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې، خو د تېر جمهوري حکومت د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي وو، چې د نوموړي د وژنې په تور یې یو کس نیولی، چې وسله والو طالبانو سره تړاو لري او د الیاس داعي په موټر کې یې د بم اېښودولو اعتراف کړی.
د هغه وخت حکومت بیا د دغه کس بشپړ هویت هېڅکله په ډاګه نه کړ.
داعي ته یوې نږدې سرچینې چې د امنیتي ستونزو له امله یې نه غوښتل نوم یې یاد شي افغانستان انټرنیشل - پښتو ته وویل، چې د نوموړي له وژنې یوه ورځ مخکې په سوشیل میډیا کې د طالب پلوه ادرسونو له خوا د یوې مهمې پېښې د رامنځته کېدو بحثونه روان وو.
نوموړي وویل: «کله چې داعي شهید کېده له دې وړاندې د طالبانو اړوند د سوشیل میډیا ځينو کاروونکو په خپلو پوسټونو کې لیکلي وو چې یوه غټه پېښه یا مهمه پېښه کېدونکې ده چې نن به خبر شئ او تر هغه وروسته بیا همدا پېښه وشوه.»
د خبریالانو د خونديتوب کمېټې مشر صدیق الله توحیدي په دې باور دی، چې داعي طالبانو وژلی.
نوموړي له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل: «طالبان پوهېدل چې د خبریالانو وژل کرکجن عمل دی، نو ځکه یې ددغه ډول پېښو پړه په غاړه نه اخیسته.»
نوموړی زیاتوي:«الیاس داعي په هلمند کې له مخکښو خبریالانو څخه و او د لوی کندهار په سیمه کې خلک تل د هغه خبرونو ته انتظار وو، چې پېښې به یې په خپله ژبه روایت کول. هغه تل د طالبانو له لوري ګواښل کېده او خپله یې هم د دې له امله اندېښنه څرګندوله، خو بالاخره یې په موټر کې ځای پر ځای شوي بم د چاودنې له امله شهادت وموند. کله چې الیاس داعي شهید شو، طالبان پوهېدل چې د خبریالانو وژل یو ناروا او کرکجن عمل دی، نو له همدې امله یې د دې برید مسؤلیت وانه خیست.»
صدیق الله توحیدي زیاتوي، هلمند مېشتي طالبان ښه پوهېږي چې داعي چا او د چا په امر وواژه.
د الیاس داعي له وژنې وروسته د ارګ په ویب پاڼې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني پیغام خپور شو او ترهګرې ډلې یې د نوموړي په مړینه پړې وبللې.
په دغه پیغام کې راغلي وو: «ترهګرې ډلې د دغه وړ جنایتونو او بریدونو په کولو سره د بیان ازادي او د خبریالانو رسا غږ نه شي محدودولی، ځکه زموږ د هېوادوالو، رسنیو او خبریالانو دا قانوني حق او لاسته راوړنه په ډېرو کوښښونو او قربانیو ترلاسه شوي، چې حکومت یې ساتنې، پالنې او لا ودې ته ژمن دی.»
خو طالب پلوې ویب پاڼې نن ټکی اسیا په خپور شوي مطلب کې د داعي د وژنې پړه پر حکومتي چارواکو اچولې ده.
په دغه پاڼه کې لیکل شوي: «که طالبانو خبریالان وژلی نو د ورځې یې لس لس وژلی شول، ځکه طالبان چي پر لویو امریکایي بیسونو موټر بم بریدونه کولی شي، د ولایت حوزې او ولسوالۍ سقوط کولی شي، په ښارونو کې د امنیت چارواکي او لوی لوی جنرالان وژلی شي نو خبریالان چي ډېر وخت د جنګ کرښو ته ځي او یا هم ښارونو کې پرته له ساتونکو او وسلو ګرځي وژلی نه شي؟»
خو پوښتنه دا ده چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال په دومره لوی شمېر ژورنالستان چا ووژل؟ له اجمل نقشبندي نیولې د جمهوریت تر وروستي کال پورې خبریالان د چا هدف وو او په پلازمېنه کابل کې په ژورنالستانو چاودنې چا وکړې؟
د داعي وژنه لکه د نورو وژل شویو خبریالانو لا هم پوښتنه ده، د نوموړي کورنۍ هم دا پوښتنه کوي چې ورور یې چا او ولې وواژه.؟
د الیاس داعي ورور مجتبی محمدي چې خپله هم خبریال دی او د پېښې پر مهال ورسره و، افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل: «سهار زه او داعي یو ځای له کوره ووتو، ځينو خبرو باندې مو بحث وکړ، خلاصه دا چې چاودنه وشوه، دی شهید شو او زه ټپي شوم او روغتون ته انتقال شوی وم چې درې ورځې وروسته پوه شوم د فاتحې جریان وو، موږ ته نه ده مالومه چې د داعي په قتل کې څوک لاس لري، زموږ شک په خاص چا نه دی بلکې په هر چا مو شک دی او پوښته هم راسره ده چې چا او ولې داعي وواژه؟ ځکه هلمند کې ډېر نور خبریالان وو، له دغه ډلې یوازی دی ولې شهید کړای شو.»
محمدي زیاته کړه، چې په ټول افغانستان کې چاسره بدي نه لري او ورور یې هم د خبریال په توګه وژل شوی.

الیاس داعي خبر وو چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی؟
د راپورونو له مخې د ازادۍ راډيو خبریال الیاس داعي ته د تېر جمهوري حکومت امنیتي او استخباراتي ادارو له خوا خبر ورکړل شوی وو، چې وسله وال یې د وژنې پلان لري.
خو پوښتنه دا ده، چې دی له دومره ډېرو ګواښونو سره سره ولې حکومت او هغه اداره چې دې ورسره کار کاوه د ده د ژغورنې هڅې ونکړې؟
د ازادي راډيو خبریال اجمل اند د ده د ملګري په توګه افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې ومنله چې داعي ته له متوجه ګواښونو ازادۍ راډیو خبره وه او ورته ویل شوي و، چې کار پرېږدي او کابل ته راشي تر څو ګواښونه کم شي.
نوموړي وویل: «دا په دې ورستیو کې له ګواښونو سره مخ وو نو د ازادۍ راډيو له خوا ورته ویل شوی وو چې کار دې نه کوي او کابل ته دې راشي، که څه هم یو څه وخت یې کار ونکړ خو کابل ته د راتګ پرېکړه یې ونه منله، ویل یې هلمند زما کور دی او زه هېڅ بل ځای ته نه ځم، خو دی ارام نشو کېناستلی، یوه ورځ ورته ما وویل چې کار مه کوه ویل پرته له کار نه مې زړه تنګېږي.»
د نوموړي ورور مجتبی محمدي افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې تایید کړه، چې امنیتي مسولینو ورته خبر ورکړی وو چې ګواښ ورته متوجه دی، خو نوموړی وایي چې ددې امکان نه وو چې بم دې د داعي په موټر کې د کور دننه ځای پر ځای شي.
نوموړي وویل: «زموږ په کور کې ډېر میلمانه وو، د دې امکان نه وو چې څوک دې کور ته راشي او په موټر کې دې بم ځای په ځای کړي، یو خو ډېر میلمانه وو بله خبره دا چې زموږ کور د ولایت او د ملي امنیت له دروازو ښکاري نو څوک نه شي کولی چې دا جرات وکړي چې کور ته دې راشي او په کور کې دې دا بم بسته کړي.»
محمدي زیاته کړه، چې امنیتي کسانو د اروزګان ولایت یو اوسېدونکی د داعي د وژنې په تور نیولی و، خو موږ ته دغه کس ونه ښودل شو او معلومه هم نشوه چې دغه کس چې د داعي د وژنې پړه یې په غاړه اخیستې وه بیا څه شو؟
د ملي مصالحې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د نوموړي له وژنې وروسته د رسنیو پر وړاندې ددغه پېښې د پلټنو غوښتنه وکړه او دا برید یې بزدلانه وبلله.
نوموړي وویل: «د دوښمن د بزدلۍ او ناکامۍ ښکارندويي کوي او د بیان پر ازادۍ برید دی. دا برید هېڅ ډول توجیه نه لري او اړتیا ده په هر اړخیز ډول وڅېړل شي څو عاملین یې په سزا ورسېږي.»

هلمندیانو الیاس داعي د هلمند رېښتی غږ باله، چې اوس خاموش دی
الیاس داعي په هلمند کې د ریالیسټ خبریال په توګه پېژندل کېده.
نوموړي له هلمند او د هلمند له ګاونډيو ولایتونو څخه بې پرې خبریالي کړې او په مهمو موضوعاتو یې له دغه حوزې په زړه پورې خبرونه چمتو کول.
له همدې امله د خبریالانو مدافع بنسټ کابل پرېس کلب د صمد روحاني په نوم د زړور خبریال د ۲۰۲۰ کال جایزه الیاس داعي ته ورکړې وه.
د دې جایزې د ورکړې لامل د هلمند جګړې له لومړۍ کرښې د نوموړي غوره رپوټونه بلل شوي وو.
د بي بي سي خبریال صمد روحاني پر ۲۰۰۸ کال د هلمند مرکز لښکرګاه کې ورک او بیا یې دوه ورځې وروسته مړی د لښکرګا ښار ته څېرمه په بولان هديره کې وموندل شو.
د داعي د خبریالۍ په اړه د نوموړي همکار اجمل اند افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل: «الیاس داعي یو له بهترینو افغان خبریالانو څخه و او دی د نورو خبریالانو په پرتله ډېر کمساری وو، ډېر زړور او با جراته و، دی په هلمند کې چې د جګړو لومړۍ کرښه وه په ډېر جرات سره کار کاوه، د جنګ لومړۍ کرښې ته به تلو، له یوې خوا طالبان وو، د بلې خوا نه دولتي زورواکي او مافیایي ډلې وې، په سیمه کې د تریاکو قاچاقبران وو، خو دی پرتله له دې چې له کومې ډلې سره جوړجاړی وکړي د ژورنالیزم اصولو ته په پوره تعهد کار کاوه.»
اجمل اند وایي، چې داعي په هلمند کې ډېر محبوب وو، د هلمندیانو داسې ستونزو او مشکلاتو ته یې پام کاوه چې د نورو رسنیو ورته پام نه وو.
نوموړی زیاتوي، داعي دومره محبوب وو چې د دې له امله په هلمند کې ازادۍ ډېر مینه وال لرل او له وژنې ورسته یې د هلمند خلکو ویل چې (د هلمند غږ خاموشه شو.)


د ازادي راډيو یو بل خبریال اجمل تورمان افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل: «الياس داعي يو زړور خبريال و، هغه د حقایقو د ويلو ښه جرات درلود، قلم یې هم پڅ نه و او زړه راښکونکی غږ یې درلود۰هلمنديانو داعي د هلمند غږ بللو. الياس داعي ښه همکار او ښه ملکری و، صميمي او خوش برخورده و، کابل ته به چې کله د ازادۍ راډيو دفتر ته راغی نو د ټولو برخو په همکارانو به ګرځېده او د هر يوه به یې جلا جلا پوښتنه کوله.»
د الیاس داعي همکار صادق ریښتني د نوموړي په اړه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «شهید داعي زما سره د کاري او مسلکي اړخ ترڅنګ یو ښه ملګری هم و، د هغه د ډېرو ځانګړتیا له جملې څخه یو دا وه چې دی په ژوند میین انسان وو، زما ورسره ډېرې خاطرې دي او اوس هم چې هغه ځایونو ته تللی شم چې له دې سره پکې یو ځای پاتې شوی یم یوه یوه خاطره مې ذهن ته راغلې.»

د ازادۍ راډيو ددغه خبریال کورنی ژوند
د الیاس داعي په اړه خبرونه دا دي چې اقتصادي ژوند یې په میاشتنۍ معاش روان وو، خو د نوموړي له وژل کېدو وروسته حالت ډېر ښه نه وو.
نوموړي یوه مېرمن درلوده او له وژل کېدو وروسته یې درې اولادونه په یو وار وشول، (دوه هکان او یوه لور) زامن یې ژوندي پاتې نشول او اوس یوازې یوه لور لري چې مهربانه نومېږي.
د ازادۍ راډيو خبریال اجمل اند هم تایید کړه، چې اقتصادي حالت یې په میاشتنۍ معاش روان وو او ترې اخوا یې څه نه درلود.
د داعي له وژل کېدو یو کال وروسته په افغانستان کې جمهوري نظام ړنګ او د بیا ځلې لپاره طالبان په افغانستان کې واکمن شول.
د طالبانو له واکمنۍ سره ازادۍ راډیو له افغانستانه د خپلو همکارانو د اېستلو هڅې پیل کړې، چې تر ډېره یې خپل همکاران له افغانستان واېستل خو د داعي مېرمن او لور یې لا هم په افغانستان کې دي.
د همدې پوښتنې په اړه د داعي ورور مجتبی محمدي افغانستان انټرنشنل ته وویل:« د الیاس کورنۍ په اړه ازادۍ راډیو ژمنه وکړه خو یوازې ژمنه وه، کورنۍ یې اوس هم په افغانستان کې دي، چا یې د اېستلو هڅه ونکړه، هغه رسنۍ هم هڅه ونکړه چې داعي ورسره کار کاوه.»
د همدې پوښتنې په اړه مو اړینه وګڼله چې د ازادۍ راډیو مشر قادر حبیب وپوښتو.
د نوموړي په شخصي وټس اپ مو پوښتنه پرېښوده، خو قادر حبیب له دوه ورځې انتظار وروسته هم زموږ د پوښتنې ځواب رانکړ.
دا پوښتنه بې ځوابه ده چې ایا د ازادۍ راډیو لپاره د وژل شوي خبریال الیاس داعي کورنۍ د هغه کسانو په لیسټ کې شته چې کوم خوندي هېواد ته واېستل شي او کنه؟

الیاس داعي څوک وو؟
محمد الیاس داعي د محمد زوی په ۱۹۸۷ز کال کې د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په چاه ‌انجیر سیمه کې زېږېدلی وو.
داعي خپلې لومړنۍ زده کړې د چاه انجیر په عالي لېسه کې بشپړې کړې او وروسته یې د هملند په دارالمعلمین کې د ادبیاتو په برخه کې تر ۱۴م ټولګي زده ‌کړې وکړې، خو له دې وروسته یې په اراکوزیا پوهنتون کې د پښتو ادبیاتو په څانګه کې د لېسانس سند واخېست.
الیاس داعي په ۲۰۰۶ کال کې له رسنیو سره خپل کار پیل کړ او لومړۍ دنده یې له "سلام وطندار" راډیو سره وه.
داعي وروسته د "سولې او جګړې خبریالۍ په انسټيټیوټ (ای ډبلیو پي ار)" کې روزنه ترلاسه کړه او د هلمند له ملي راډیو ټلوېزون سره یې کار وکړ.
نوموړي په ۲۰۰۸ز کال کې له ازادۍ راډيو سره دنده پیل کړه او له څه د پاسه یوې لسیزې راهیسې په هلمند کې د ازادۍ راډیو خبریال وو.
الیاس داعي دوه میندې، شپږ خویندې او اته وروڼه لرل.
هغه واده کړی وو، یوه ښځه او د "مهربانې" په نامه کوچنۍ لور ورڅخه پاتې شول.
محمد الیاس داعي د نومبر ۱۲مې پر سهار نېږدې نهه بجې له خپل کوره په هلمند کې د خبریالانو مرکز ته پر لار وو، چې په موټر پسې یې د نښلولي بم په چاودنه کې ووژل شو.

نور خبرونه

رادیو