طالبان: د ۹۰۰ میګاواټه برېښنايي پروژو د عملي‌کېدو چارې مو پیل کړي دي

پرون

د طالبانو د برېښنا شرکت مشر عبدالباري عمر وايي، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې یې ۹۰۰ میګاواټه برېښنايي پروژې ډېزاین کړي، چې دا مهال یې په بېلابېلو ولایتونو کې د عملي کېدو کارونه پيل شوي دي.

طالبانو زياته کړې، چې د دې پروژو په عملي‌کېدو به صنعتي پارکونو، سوداګریزو مرکزونو او په زرګونو کورنيو ته خدمات ورسېږي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي مشر عبدالباري عمر د شنبې په ورځ (د غويي ۱۳مه) په یوې مرکه کې ویلي، چې یوازې په تېرو دوو اونیو کې یې د برېښنايي انرژۍ په برخه کې د شپږو لویو پراختيايي پروژو کارونه پيل کړي دي.

نوموړي زياته کړې، هڅه کوي له کورني ظرفیتونو څخه د اړتیا وړ برېښنا چمتو کړي.

د طالبانو د برېښنا شرکت مسوول پر نړۍوالو پانګه والو غږ کړی، چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې دې د برېښنا په برخه کې پانګونې وکړي.

نوموړي زياته کړې: «پر کورنيو او نړۍوالو پانګوالو غږ کوو، چې له موږ سره ودرېږی، موږ فرصتونه لرو او تاسو ترې ګټه واخلئ.»

عبدالباري عمر دا هم ویلي، چې ډېر ژر به ۸۰ لويي ولسوالۍ د پانګونې لپاره اعلان کړي، څو هلته برېښنايي خدمات ورسېږي.

د عمر په خبره، چې د برېښنایي پروژو د عملي کېدو پر مهال به سلګونو ځوانانو ته په مستقیم او غیر مستقيم ډول کاري فرصتونه برابر شي.

طالبانو پرون د ننګرهار په شېخ مصري ښارګوټي کې د دوو خصوصي شرکتونونو په پانګونې د څلوېښت میګاواټه لمریزې برېښنا د بنسټ ډبره کېښوده.

دغه ډلې درې ورځي وړاندې په کندهار، زابل او هلمند ولایتونو کې هم د برېښنا درېیو لویو پراختیايي پروژو پاتې چارې پيل کړې.

عبدالباري عمر تېره اونۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له استازې روزا اوتنبایوا سره په یوې ګډې ناسته کې له نړۍوالو وغوښتل، چې د برېښنا په برخه کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي‌.

نور خبرونه

رادیو