د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، چې د دغې ډلې د ځمکو د غصب تخنیکي پلاوي د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د «ملاعزت ښارکوټي» ۳۵۲ جریبه ځمکې دولتي تثبیت کړي دي.
طالبانو ويلي، چې د دې ښارګوټي ۴۴۳ جریبه ځمکې اسناد یې ارزولي او د دولتيځمکې د تثبیت قضيه یې محکمې ته لېږلې.
د طالبانو عدلیې وزارت د شنبې په ورځ (د غويي ۱۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد ښارګوټي ۳۵۲ جریبه ځمکې سندونه یې د شرعي دلایلو پر بنسټ ارزولي دي.
په خبرپاڼه کې طالبانو زياته کړې، چې د ځمکو د غصب تخنيکي پلاوی په ټول هېواد کې له غاصبینو او زورواکو څخه د ځمکو د خلاصون لړۍ پيل کړې.
دغې ډلې په دې وروستیو کې په کابل کې هم د ځمکو د غصب پر ضد پراخ کمپاینونه کړي، چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې یې ان کورونه له دې امله نړولي، چې ګوندې د ښاري پلان اړوند سړکونه په کې غصب شوي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو دوه میاشتې مخکې په ۱۳ ولایتونو کې له پلټنو وروسته ۲۰ زره او ۴۴۴ جریبه دولتي ځمکه هم له غصب څخه راوګرځوله.
که څه هم تر اوسه د غصب شویو دولتي ځمکو دقیق شمېر معلوم نه دی، خو د تېر حکومت د ښار جوړونې وزارت په ۲۰۱۹ کال کې ویلي وو، چې د ټول هېواد په کچه څه باندې یونیم مېلیون جریبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.