د پاکستان او هند ترمنځ د وروستیو شخړو د زیاتوالي له امله د افغانستان لارۍ چلوونکي له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ او صنایعو خونې مرکزي مشر د شنبې په ورځ وویل، هند د افغانستان هغو لاریو ته اجازه نه ده ورکړې چې توکي لېږدوي او د واګه بندر څخه تېرېږي.
هغه زیاته کړه، چې پاکستان هم د ټرانزیټ تړون له مخې له هند څخه وارد شوي توکي بار وړونکو موټرو ته د تورخم او چمن سرحدي نقطو له لارې افغانستان ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکړې.
د دې اوونۍ په پیل کې، پاکستان ۱۵۰ بندو پاتې شویو افغان لاریو ته چې هند ته توکي لېږدوي اجازه ورکړه، چې له پولې تېر شي.
دا اقدامات نږدې یوه اوونۍ وروسته له هغه وشو چې په هندي کشمیر پهلګام کې ترهګریزه پېښه رامنځته شوه او پاکستان د هند سره د هر ډول سوداګرۍ لپاره خپلې پولې وتړلې.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال مشر خان جان الکوزي د پاکستانۍ ورځپاڼې ډان سره په خبرو کې تایید کړه، چې پاکستان اجازه ورکړې خو هند لاریو ته اجازه نه ده ورکړې چې د واګه پولې څخه تېر شي.
خان جان الکوزي وویل:«ټولټال ۱۵۰ لارۍ پاکستان ته ننوتلې وې او ټاکل شوې وه چې واګې ته لاړې شي، خو د اپرېل له ۲۵مې وروسته بندې پاتې دي.»
الکوزي زیاته کړه: «دا لارۍ وچې میوې، تازه میوې او سبزیجات لیږدوي. لومړی، پاکستان دا موټرونه ودرول او اوس هند اجازه نه ورکوي.»
نوموړي وويل، چې پاکستان هغه افغان تجارتي موټرونه هم بند کړي دي چې له هند څخه وارد شوي توکي لېږدوي.
نوموړي زیاته کړه: «شاوخوا ۱۵۰۰ کانټینرونه له هند څخه د کراچۍ بندرونو ته رسېدلي دي. ځیني توکي بار شوي وو او کانټینرونه تورخم او چمن ته رسېدلي دي. پاکستان دا موټرونه درولي دي.»
په کابل کې یوه افغان چارواکي وویل، چې د پاکستان په څېر د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه لیک کې له سرحدي چارواکو غوښتي، چې هند ته د افغان لاریو د ننوتلو اسانتیاوې برابرې کړي.