د ایران ۲۰۲۵ نندارتون کې افغان سوداګر وایي غواړي له هند سره سوداګرۍ ته وده ورکړي

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۲

افغان سوداګرو د ایران ۲۰۲۵ کال نندارتون کې د هند سره د سوداګرۍ د ودې لپاره لېوالتیا ښودلې او د دواړو هېوادونو له حکومتونو يې غوښتي، چې سوداګرو ته اسانتیاوې برابري کړي.

د ایران ۲۰۲۵ نندارتون کې افغان سوداګرو برخه اخیستې.

افغان سوداګرو د واګه پولې پر بندېدو خواشني ښودلې او د چابهار بندر يې د هند سره د سوداګرۍ په برخه کې ښه فرصت یاد کړی.

افغان سوداګر عبدالقدیم طیب د جمعې په ورځ د (غويي ۱۲مه) د هندي رسنۍ ای این اې سره په خبرو کې ویلي: «موږ له افغانستان څخه راغلي یو. پخوا مو ښه سوداګري لرله؛ خو اوس واګه پوله بنده ده. د هند او افغانستان لپاره دا مهال چابهار بندر ښه فرصت دی.»

یو بل افغان سوداګر بیا د پاکستان سره د سوداګرۍ د ستونزو په اړه هم خبري کړي او زیاته کړې: «د هند او پاکستان دروازې د افغان سوداګرۍ لپاره تړل شوي، د تورخم او چمن لارې بندې شوي، چې د افغان سوداګرو د وچې او تازه مېوې د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي او نه شي کولی هند، دوبۍ او نورو هېوادونو ته يې صادري کړي.»

په دې غونډه کې یوه هندي سوداګر ویلي: «غواړي له افغانستان سره سوداګري د چابهار له لارې اسانه کړي، ځکه دا تر ټولو لنډه او اسانه لاره ده.»

د یادونې وړ ده چې د ۱۱۱ هیوادونو څخه له ۳۱۰۰څخه زیاتو نړیوالو سوداګرو د ایران په ۲۰۲۵ نندارتون کې برخه اخیستې وه.

نور خبرونه

رادیو