واشنګټن وایي، ډېر ژر به د طالبانو له زندانو څخه یو شمېر امریکایي وګړي خوشي شي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس ویلي، چې دغه بهیر د ډېپلوماټیکو هلو ځلو له لارې پلی کېږي.
نوموړې دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د (غوايي ۱۱مه) یوې خبري غونډې ته وکړې.
هغې وویل چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویمې دورې په لومړیو سلو ورځو کې، ۴۷ امریکایان له بېلابېلو هېوادونو څخه خوشې شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.
په روان میلادي کال کې څلور امریکایان د طالبانو له بنده خوشې شوي دي.
رایان کوربټ او ویلیام مکنټي د جنورۍ میاشت کې د ولسمشر جوبایډن د واک د وروستیو ساعتونو پر مهال له یو طالب بندي سره تبادله او خوشې شول.
جورج ګلزمن او فای ډي هال بیا د ټرمپ د اوسنۍ دورې پر مهال د طالبانو له بنده راخوشې شول.
دغه زندانیان کابل ته د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د یوه لوړ پوړي امریکایي پلاوي له سفر سره هم مهاله خوشې شول.
خلیلزاد د طالبانو دغه اقدام د ټرمپ حکومت سره د «ښه نیت» او اړیکو د ښکاره کولو په معنا بللی و.
تر اوسه پورې له طالبانو سره د زنداني امریکایي وګړو کره شمېر معلوم نه دی. همدا راز د محمود شاه حبیبي په نوم یو افغاني توکمه امریکایي وګړی هم د طالبانو په زندان کې له ناڅرګند برخلیک سره مخ دی.
افغانستان انټرنشل موندلې وه، چې هغه په کندهار کې د ملا هبتالله په ځانګړي زندان کې ساتل کېږي.