د امریکا مرستیال ولسمشر جيډی ونس له پاکستان نه غوښتي، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پر ضد له هند سره لازمه همکاري وکړي.
هغه دا څرګندونې له فاکس نیوز سره په یوې مرکه کې کړې دي.
جيډی ونس وویل: «که رښتیا ووایم، موږ تمه لرو چې پاکستان، هر څومره چې په دې موضوع کې مسوول وي، باید له هند سره همکاري وکړي ترڅو هغه ترهګر چې ځینې وخت د دوی په خاوره کې فعالیت کوي، له منځه یوسي.»
که څه هم ښاغلي ونس په ښکاره توګه پاکستان د پهلګام برید مسوول نه ګني، خو دا د یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي لومړنۍ څرګندونې دي، چې په کې یې د هند د خاوري په اړه د پاکستان له اړخه د ترهګرۍ د امکان خبره کړې ده.
تېره اوونۍ په هندي کشمیر کې د وسله والو یوې ډلې ۲۵ تنه هندي سېلانیان ووژل او شل نور یې ټپیان کړل.
هند په سملاسي توګه پاکستان د دې برید مسوول وباله او د اوبو د تړون لغوه کیدو تر څنګ یې ورسره سفارتي اړیکې هم را کمې کړې.
پاکستان یې په غبرګون کې له اسلام اباده د هند سفارت پوځي اتشې وایستلې او د هند د الوتکو پر مخ یې خپل فضایي حریم هم وتاړه.
اوس مهال د دواړه هېوادونو ترمنځ کړکېچ مخ په زیاتیدوی دی او پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی چې هند پرې په نږدې راتلونکي کې د برید تابیا لري.