پاکستان او ازبکستان د افغان ټرانس رېل پټلۍ پروژې پر پلي کولو ټینګار کړی

۶ ساعتونه مخکې

د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار هارون اختر ازبکستان ته د خپل سفر پرمهال له ازبک چارواکو سره په کتنه کې پر خپل وخت د افغان ټرانس رېل پټلۍ پروژې پر پلي کولو ټینګار کړی دی.

د راپورونو پربنسټ؛ هارون اختر د ازبکستان له لومړي وزیر عبدالله عریپوف سره په کتنه کې ویلي، چې د افغان ټرانس رېل پټلۍ پروژې پلي کول د پاکستان او ازبکستان پر اقتصادي ودې مثبت اغېز کوي.

د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د ټرانس رېل پټلۍ پروژې د امکان سنجۍ تړون د روان ۲۰۲۵کال په جولای میاشت کې لاسلیک شو. د راپورونو پربنسټ؛ د دغه پروژې له مخې به له ازبکستان څخه افغانستان او بیا پاکستان ته څه باندې ۶سوه کلیومټره د رېل پټلۍ وغځول شي.

د یادې پروژې په پلي کېدو به افغانستان ته له ازبکستان نه د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد سربېره پاکستان ته د سوداګریزو توکو د لېږد له کبله د ټرانزیت عاید زمینه برابره شي.

که څه هم په دې اړه جزییات نه دي ورکړل شوي، چې یاده پروژه به کله او په څومره وخت کې عملي شي؛ خو وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي و، چې دغه پروژه د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې مهم ګام دی.

نور خبرونه

رادیو