د کازان فورم په څنډو کې؛ طالبان له روسي پانګوالو سره د نفتو د استخراج تړون لاسلیکوي

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۱

ټاکل شوې د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا غني برادر په مشرۍ یو جګپوړی پلاوی د روسیې د تاتارستان په کازان فورم کې برخه واخلي او ددغه هېواد له نفتي شرکتونو او پانګوالو سره د افغانستان په شمال کې د نفتو او تېلو د استخراج تړون لاسلیک کړي.

د روسیې تاتار میډیا وايي، چې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت، د بلخ او فاریاب ولایتونو د نفتو او ګازو پراختیایي ریاستونو او په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز استازي او روسي پانګوالو د افغانستان د دوو لویو نفتي ساحو وروستۍ تخنیکي ارزونه کړې ده.

د سرچینې په وینا، د یوه کال په اوږدو کې یوه ګډ تخنیکي پلاوي د پخوانیو شوروي جیولوجیستانو اسناد او د ځمکې لاندې سروې تحلیل کړې او د دې کار پایله د څاګانو د بیا پرانیستلو لپاره د کنټرول نقطو ټاکل وو، چې د نفتو تولید بیا پیل شي.

تاتار میډیا وايي، په نږدې راتلونکې کې روسي پانګوال پلان لري چې د څاګانو د چمتو کولو او برمې کولو لپاره تخنیکي وسایل افغانستان ته ولیږدوي.

په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز مشر رستم خبیب‌الدین له تاتار فورم سره په خبرو کې ویلي، « د روسیې له تور نوملړه د طالبانو له نوم اېستلو وروسته دا له افغانستان سره د پانګونې همکارۍ په برخه کې لومړی ګام دی، دې روسي ادارو ته په افغانستان کې د پانګونې یو مثبت تحرک ور کړی. د اصلي تړون لاسلیک کېدل د روسیې ـ افغانستان سوداګرۍ فورم کې پلان شوي، چې د کازان فورم ۲۰۲۵ په څنډو کې به ترسره شي».

ټاکل شوې ده، چې د غالیو، ترانسپورټ، غېر الکولي مشروباتو، روغتیا او کرنې سکتورونو په برخه کې د افغانستان ۱۰ شرکتونه په یاد نړیوال فورم کې ګډون وکړي.

د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت وايي، په دې ناسته کې نورالدین عزيزي د منظم او فعال ګډون ټينګار کړی او زياته کړې يې ده، چې له کوربه اړخ سره د افغان پلاوي لپاره د غوره ځانګړي ځای ټاکلو په موخه خبرې شوې دي.

دغه راز د ناستې په ترڅ کې په دې فورم کې د ښه ګډون په موخه ۵ تنه د خصوصي سکټور غړي او درې تنه له اقتصادي کمېسيون سره د همغږۍ لپاره ګومارل شوي دي.

کازان فورم د روانې میلادي میاشتې پر ۱۳مه پیلیږي او تر اتلسمې دوام کوي، چې د اسلامی نړۍ او روسیې پر اقتصادي همکاریو راڅرخي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ دغه پلاوي کې د سوداګرۍ وزیر او د نورو وزارتونو استازي شامل دي.

نور خبرونه

رادیو