د امریکا یوې معتبرې ټلوېزیوني شبکې اېن بي سي راپور ورکړی، چې امریکا ته د ښه ژوند په تکل ځینې ورغلي افغان کډوال اوس د اېستل کیدو له ګواښ او نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
یادې رسنۍ ویلي، دغو افغان کډوالو ته د خوندیتوب او ملاتړ ژمنې ورکړل شوې وې، خو اوس د امریکا د کډوالۍ د تګلارو د بدلون له امله ورسره شوې ژمنې له منځه تللې ښکاري.
په راپور کې د محمد په نوم د یوه افغان ځوان ژوند ته کتنه شوې، چې له امریکا څخه د اېستل کیدو له خطر سره مخ دی.
هغه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو سره څنګ په څنګ کار کړی و او اوس وېره لري چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته به واستول شي.
هغه د امریکایي ځواکونو له یوه قراردادي شرکت سره دنده لرله.
نوموړي اېن بي سي ته ویلي، چې د پخواني جمهوري نظام له پرځیدو سره سم طالبانو ونیو او درې ورځې یې تر سختو شکنجو لاندې کړی و.
محمد وايي، تر دې پېښې وروسته یې پرېکړه وکړه، چې د کډوالۍ په ناقانونه او سختو لارو ځان امریکا ته ورسوي.
نوموړی د برازیل له لارې د پاناما په ځنګلونو د خطرناکو لارو په وهلو سره له څو هېوادونو تېر شو او بالاخره یې ځان له کږلېچونو پر ډکو لارو متحده ایالتونو ته ورساوه.
د بایډن حکومت له لوري تر دې مخکې د هغه د کډوالۍ ځانګړې ویزه (SIV) هم رد شوې وه.
د ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ اړوند فرمانونو له کبله د هغه په ګډون د زرګونه افغان کډوالو ژوند له نامعلوم برخلیک سره مخ دی او د اېستل کیدو ناندرۍ یې روانې دي.
راپور کاږي، له هغه سره د بیا مېشتیدنې یو شمېر بنسټونه او د بشري حقونو فعالان د ملاتړو په توګه ولاړ دي، څو یې د ټرمپ د اوسنۍ تګلارې له اغیزمنیدو وژغوري.
د فولفورد په نوم یو امریکایي وګړی، چې محمد ورسره په افغانستان کې لس کاله یو ځای دنده کړې وایي: «که محمد بېرته افغانستان ته واستول شي، طالبان به یې ووژني. په دې کې هېڅ ډول شک نشته.»
محمد، چې د امنیتي دلایلو له امله یې خپل اصلي نوم نه دی څرګند کړی وویل: «زما هیله دا ده چې په یوه خوندي ځای کې ژوند وکړم او نورو سره هم مرسته وکړم.»
د دغه راپور د معلوماتو له مخې، هغه د سیاسي علومو په برخه کې د متحده ایالتونو په یوه کالج کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړی او هیله لري چې یوه ورځ به مدافع وکیل شي.
هم مهاله د متحده ایالتونو حکومت خبرداری ورکړی، چې د افغانستان امنیتي وضعیت شوی او ځینې افغانان بېرته خپل هېواد ته ستنېدلی شي، خو د کډوالۍ فعالانو د دغه دریځ کلک مخالفت کړی دی.
د حقوقي چارو د یوې سلاکارې جیل ماري باسي په وینا: «دا چې موږ له هغو کسانو سره چې څنګ په څنګ یې موږ سره جګړه کې برخه اخیستې او دغسې چلند ورسره کوو د شرم وړ خبره ده.»
په امریکا کې یو شمېر بنسټونو د ټرمپ د کډوالۍ اړوند تګلارو په تړاو توند غبرګونونه ښودلي دي.
یو شمېر بنسټونه هڅه کوي چې د کډوالۍ اړوند د ولسشمر ټرمپ په اوسنۍ تګلاره کې د افغانانو لپاره معافیت راولي او د امریکایي ځواکونو پخواني افغان متحدین ژر تر ژره دغه هېواد ته ولېږدول شي.
د شمېرو له مخې د کډوالۍ اړوند د سپینې ماڼۍ د تازه بندیزونو له کبله نږدې ۲۰۰ زره هغه افغانان چې له امریکایي ادارو او ځواکونو سره یې په افغانستان کې دندې کړې وې د بیا مېشتیدنې غوښتنلیکونه یې اغېزمن شوي دي.
یوازې په پاکستان کې دا مهال ۲۵ زره افغان کډوال د امریکا د بیا مېشتیدنې پروګرام لپاره په تمه دي او هم مهاله د پاکستاني پولیسو له لوري اېستل کیدو له ګواښ سره هم مخ دي.