ازبکستان له طالبانو سره د امو سیند د اوبو د مدیریت هوکړه لاسلیک کړې

۵ ساعتونه مخکې

ازبکستان او طالبانو د امو د سیند د اوبو حوزې د ګډ مدیریت او د اوبو «عادلانه او معقولې» کارونې په تړاو یو تړون لاسلیک کړی.

د ازبکستان د کرنې وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، دا سند د ازبک پلاوي د کاری سفر پر مهال لاسلیک شوی، چې مشري یې د کرنې وزارت مرستیال جمشېد عبدالظهوروف کوله.

یاد دفتر وايي، چې « دغه سند نه یوازې دوه اړخیزې همکارۍ پیاوړې کوي، بلکې په منځنۍ اسیا کې د چاپېریال پایښت او له پولو هاخوا اوبي سرچینو د مسوولانه مدیریت راتلونکی لوری هم ټاکي».

ازبکستاني کارپوهانو په دې وروستیو کې د قوشتیپې کانال له اړخه اندېښنې ښودلې، چې د منظمو کانالونو او مسلکي کارونې د پالیسۍ نشتوالي له امله یې اوبه د افغانستان په شګلنو ځمکو کې جذبیږي او دا امو سیند پر اوبو اغیز پرېباسي.

پلاوي د طالبانو د کرنې، اوبو او انرژۍ له وزارتونو سره د اوبو سرچینو د مدیریت او سوداګریزو ـ اقتصادي اړیکو په برخو کې هوکړې کړې دي.

ازبکستاني رسنۍ وايي، چې ازبک پلاوي د طالبانو د بلخ ولایت له والي محمد یوسف وفا سره هم په ناسته کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ، د کرنیزو محصولاتو د وارداتو او صادراتو اسانتیا، نباتي قرنطین، د اوبو د دوامدارې کارونې او ګډ مدیریت مسایل څیړلي دي.

په ورته وخت کې ازبکستان او طالبان پلان لري چې په ګډه د افغانستان په ۱۰۰ هکتاره ځمکه «د دوستۍ بڼ» جوړ کړي.

په دغه باغ کې به د نویو او نوښتګرو کرنیزو ټکنالوژیو په مرسته مېوه لرونکې ونې کښېنول شي.

له دې وړاندې د ازبکستان د اوبو د سرچینو وزیر خامرایف شوکت راخیموویچ ازبکستاني رسنیو ته ویلي و، چې افغان لوری د امو سیند له اوبو د استفادې حق لري او اختلافات باید په سوله‌ ییز ډول حل شي.

شوکت خامرایف د خپل وزارت د عامه شورا له غړو او خبریالانو سره په ناسته کې وویل، چې ستونزې په خبرو اواریږي او دوی د قوشتیپې کانال پر سر وسلې ته لاس نه شي اچولی.

هغه ویلي و، چې طالبانو ډاډ ورکړی چې د قوشتیپې کانال په اړه به د ازبکستان اندېښنې له منځه یوسي.

د قوش تیپې کانال، چې طالبان یې د امو سیند له اوبو د ګټې اخیستنې لپاره جوړوي، تمه ده چې تر ۲۰۲۸ کال پورې بشپړ شي.

د یاد کانال د لومړۍ برخې اوږدوالی ۱۰۸ کیلومتره دی، چې له امو سیند څخه پیلېږي او د بلخ ولایت دولت‌ اباد ولسوالۍ ته رسېږي.

د۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې طالبانو اعلان وکړ چې د کانال لومړۍ برخه بشپړه شوې او د دویمې مرحلې کار پیل شوی.

طالبانو د سیمې له هېوادونو، په ځانګړي ډول ازبکستان وغوښتل چې د یاد کانال په اړه اندېښنه ونه لري.

په دویمه مرحله کې به د کانال ۱۷۷ کیلومتره اوږده برخه، چې د جوزجان او فاریاب له ولایتونو تېرېږي، جوړه شي. درېیمه مرحله به فرعي کانالونه وي، چې کرنیزو ځمکو ته به اوبه رسوي.

د کانال ټول اوږدوالی به ۲۸۵ کیلومتره وي. د طالب چارواکو د اعلان له مخې، دا کانال به ۵۵۰ زره هکتاره ځمکه خړوب کړي، چې غنم او نور کرنیز محصولات به پرې وکرل شي.

نور خبرونه

رادیو