طالبانو د ۲۰۲۵ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د ښځو پر ازادۍ او حقونو خپل بندیزونه سخت کړي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما د بشري حقونو اړوند په خپل نوي راپور کې زیاته کړې چې طالبانو ښځې له ټولنیز ژونده ایستلي دي.

یوناما د پنجشنبې په ورځ خپل نوي خپور شوي راپور کې ویلي، دغې ډلې په عملي توګه ښځې د هېواد له ټولنیز ژونده ایستلې دي.

یوناما زیاته کړې، دښکلا هغه سالونونه چې د ښځو له‌خوا په کورونو کې چلول کېدل، تړل شوي او په یو شمېر ولایتونو کې د ښځو راډیوګانې هم بندې شوې دي.

په کندهار ولایت کې طالبانو له دوکاندارانو غوښتي، هغو ښځو ته چې له محرم پرته ورځي، خدمتونه وړاندې نه کړي. همداراز، یوه روغتون ته سپارښتنه شوې چې ښځې باید له محرم پرته له روغتیايي چوپړتیاوو محرومې شي.

طالبانو د رسنیو ځپل، بدني سزاوې او پر مذهبي ازادۍ هم محدودیتونه ډېر کړي دي. د جنورۍ ۱۷مې او د فبروري ۳مې ترمنځ، په بدخشان ولایت کې لږترلږه ۵۰ اسماعیلي نارینه د شپې له‌خوا له خپلو کورونو تښتول شوي او جبري ډول اړ کړل شوي څو خپل مذهب پرېږدي او سُنیان شي.

همداراز د ښځو او نجونو په ګډون تر ۱۸۰ ډېر کسان د زنا یا همجنس‌بازۍ د ارتکاب په تور د خلکو او طالب چارواکو په مخکې پر دُرو وهل شوي دي.

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې د ښځو او اقلیتونو پر مدني، کلتوري او مذهبي ازادیو پراخ محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال تر اګسټ میاشتې وروسته، د شریعت تر نامه لاندې د ښځو، مذهبي اقلیتونو او بیان ازادۍ پر وړاندې خپل محدودیتونه پراخ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما او نورو نړۍوالو ادارو وخت پر وخت د طالبانو د سرغړونو جزییات خپاره کړي او له دې ډلې یې غوښتي څو دا ډول کړنې پای ته ورسوي. دا راپور د همدغو کړنو پر بنسټ ترتیب شوی څو په افغانستان کې دننه د بشري حقونو وضعیت وروستۍ څېره څرګنده کړي.

نور خبرونه

رادیو