پر کتابونو بندیز؛ طالبان وايي چې د «ملي او اسلامي ارزښتونو» مخالف کتابونه نه پریږدي

۱۱ ساعتونه مخکې

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال عتیق الله عزيزي وایي، چې پر هغو کتابونو بندیز دی، چې «د اسلامي او افغاني ارزښتونو پر خلاف دي او ملي یووالي ته زيان رسوي.»

نوموړي له لیکوالانو غوښتي، چې د خاصو خلکو د ستاينې پر ځای د ټولنې واقعیتونه وليکي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستيال عتیق الله عزيزي د چهارشنبې په ورځ د کتاب ټولونې په يوه غونډه کې ویلي، چې د ټولو کتابونو پر چاپ او پلور بنديز نشته او یوازې پر هغو کتابونو بندیز دی، چې له افغاني ټولنې او کلتور سره په ټکر کې وي.

نوموړي زياته کړې چې «پر کتابونو دغه بندیز د ولس د ارادو پر بنسټ شوی او هغه کتابونه بند شوي، چې د مسلمانانو وحدت ته زیان رسوي.»

عزيزي له لیکوالانو غوښتي، چې د ولس عظمت، ژبو او ادبیاتو ته قایل واوسي او د ټولنې رښتیني واقعیتونه وړاندې کړي.

هغه ټينګار کړی، چې لیکوالان دې له هغو لیکنو ډډه وکړي، چې د یوې ژبې، قوم او شخص د ستاينې لپاره لیکل کیږي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت درې میاشتي وړاندې کتاب پلورونکو ته امر کړی، چې د «اسلامي ارزښتونو خلاف» کتابونو له چاپ او خپراوي ډډه وکړي.

یاد وزارت ویلي و، چې په ټولو ولایتونو کې د «منع شویو کتابونو» د راټولولو بهیر دوام لري.

د طالبانو دغو بندیزونو ته لیکوالانو او د کتاب مینه والو سخت غبرګونونه ښودلي‌ دي.

دوی نیوکې کړې چې د طالبانو د سخت دریځو افکارو او د بیان پر ازادۍ د بندیز له کبله اوس هېڅوک لا په خپله خوښه مطالعه هم نه شي کولای او خلک اړ باسي چې د طالبي افکارو لرونکي کتابونه ولولي.

نور خبرونه

رادیو