د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي مشر مطیع الحق خالص د قزاقستان له شارژدافیر ګازیز اکباسوف سره په کتنه کې له دې هېواده غوښتي، چې د اقلیمي بدلون، اوبو او طبیعي منابعو مدیریت کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د نوموړي په وینا، افغانستان په داسې حال کې د اقلیمي بدلون له امله زیانمن شوی، چې د ګلخانهیي ګازونو په خپرېدو کې ونډه نه لري.
اخوا اکباسوف بیا په دې کتنه کې ویلي، چې د دوی د ماموریت موخه له افغانستان سره د بشردوستانه او زېربنایي پروژو په برخه کې همکاري ده.