د افغانستان د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د ایران په بندرعباس کې د چادونې او پراخې اورلګېدنې پېښې په اړه خواشیني ښودلې او له قربانیانو سره یې خواخوږۍ شریکه کړې ده.
حکمتیار د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۱۰مه) په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي: «په بندرعباس کې د چادونې او اورلګیدنې پېښه چې له ځاني او مالي زیانونو سره مل ده، زموږ د ژورې خواشینۍ لامل شوې. له ایران سره خواخوږي شریکوو او دعا کوو چې اور ژر تر ژره مړ او زیانونه جبران شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د عباس بندر ستراتیژیک رجایي بندر د تېرې شنبې په ورځ د یوې قوي چاودنې شاهد و، چې له امله یې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې او اور لا هم نه دی مړ شوی.
ایران د پېښې د لاملونو د ارزونې لپاره یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړې، خو کره معلومات لا هم نه دي روښانه.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د بندرعباس د رجايي بندر یو کارګر مخکې ویلي و، چې په دې پېښه کې د افغانانو او بلوڅانو په ګډون ۳۰۰ کسان وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې افغان او بلوڅ کارګران په قاچاقي توګه په رجایي بندر کې پر کار بوخت وو او دقیق شمېر یې هم څرګند نه دی.