د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له الجزیرې ټلوېزیوني شبکې سره په یوې ځانګړې مرکه کې وايي، چې افغانستان «د سیاسي او امنیتي ثبات» یوه نوي پړاو ته دننه شوی دی.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۱۰مه) په خپلې مرکه کې ټینګار کړی، چې طالبانو وکړای شول په تېرو څلورو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره یو واحد مرکزي حکومت رامنځته او د افغانستان نړۍوالې اړیکې پراخې کړي.

دا ادعا داسې مهال کېږي، چې د بشري حقونو بنسټونو، خپلواکو رسنیو او یو شمېر هېوادونو په وار-وار د افغانستان اوسنی وضعیت ناوړه بللی او د طالبانو انحصاري او پر مذهبي بنیادونو ولاړ سیاستونه یې د ریښتیني ثبات پر وړاندې اصلي خنډ بللی دی.

مرکزي حکومت یا طالباني جوړښت؟

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د خپلې مرکې په یوې برخه کې وايي، چې په تېرو ۴۷ کلونو کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې یو متحد مرکزي حکومت جوړ شوی او په تېرو څلورو کلونو کې بې‌ساری امنیتي ثبات راغلی دی.

د ده په وینا، طالبانو له ۴۱ هېوادونو سره خپلې اړیکې ښې کړي او په نړۍوالو شخړو کې له لاسوهنې ډډه کوي.

متقي داسې مهال خپل رژیم ته د مرکزي حکومت نوم ورکوي، چې نه‌ملي او نه هم نړۍوال مشروعیت لري. د دغې ډلې رژیم په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د ټاکنو یا د خلکو د ګډون د نشتوالي له امله له پراخو نیوکو سره مخ دی.

همداراز، باورونه دا دي چې د ډیموکراتیک مشروعیت او د خلکو د ریښتیني ګډون په نشتوالي کې «ثبات» د «جبري چوپتیا» او د ولس ځپلو په مانا دی.

سیمه‌ییزې او نړۍوالې اړیکې؛ فرصت یا ننګونه؟

متقي له الجزیرې سره په دې مرکه کې له قطر سره اړیکې د سیمه‌ییزې همکارۍ د یوې بریالۍ نمونې په توګه بللي دي. د هغه په ​​وینا، قطر نه یوازې د سولې په مذاکراتو کې مهم رول لوبولی دی، بلکې په افغانستان کې یې د پانګونې فرصتونه هم برابر کړي دي.

ورته مهال، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د مسکو هغه اقدام چې دا ډله یې د ترهګرو ډ‌لو له نوملړه و اېسته، هرکلی کړی او دا یې د «اړیکو په عادي‌کېدو» کې یو مثبت ګام بللی دی.

متقي د نړۍوالو اړیکو په تړاو داسې مهال څرګندونې کوي، چې تر دې دمه هېڅ هېواد د دغې ډلې رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی.

د امریکا متحده‌ایالاتونو په ګډون هېوادونه طالبان د دوحې له تړونi پر سرغړونې تورنوي او له دغې ډلې غواړي، چې بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او په افغانستان کې یو ټول‌ګډونه حکومت رامنځته کړي.

پر امریکا نیوکې او د بندیزونو پر لغوه‌کېدو ټینګار

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وايي، چې دغې ډلې پر بهرنیو ځواکونو د برید‌ نه‌کولو او د بندیانو خوشې‌کولو په ګډون د دوحې د تړون خپلې ټولې ژمنې پوره کړي، خو د بندیزونو او د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالب مشرانو د نوم‌ نه‌لرې کولو په ګډون یې امریکا په خپلو ژمنو کې پړه بللې ده.

متقي همداراز د افغانستان پر وړاندې د نړۍوالو بندیزونو د لرې‌کېدو غوښتنه کړې او وايي، چې دا بندیزونه «افغانانو ته زیان رسوي» او عادلانه نه دي، خو نړۍوال ټینګار کوي چې د انفرادي ازادیو، رسنیو، ښځو او اقلیتونو پر وړاندې د طالبانو چلند ناوړه او له نړۍ سره په تعامل کې اصلي خنډ دی.

ریښتینی ثبات یا تحمیل شوې چوپتیا؟

که څه هم طالبان هڅه کوي، چې روان وضعیت د «لاسته‌راوړنې» په توګه نړۍ ته وړاندې کړي، خو اصلي پوښتنه دا ده، چې له ازادۍ پرته ثبات او د خلکو له مشروعیت پرته حکومت څومره دوام کولای شي. تر هغه وخته چې نړۍواله ټولنه د طالبانو په چلند کې بنسټیز بدلونونه ونه‌ویني، د اوسني رژیم لپاره د نړۍوال مشروعیت ترلاسه‌کول ناشنونې خبره ده.

نور خبرونه

رادیو