د بیان ازادۍ خونړی کال؛ ۷ کاله مخکې په همدې ورځ ۱۰ خبریالان ووژل شول

۹ ساعتونه مخکې

له نن نه پوره اووه کاله مخکې په همدې ورځ د کابل ښار په شش درک سیمه کې ۹ افغان خبریالان او انځوراخیستونکي د یوې زورورې چاودنې په ترڅ کې ووژل شول.

دا خبریالان د ۱۳۹۷ کال د غويي په ۱۰مه (۲۰۱۸ اپرېل، ۳۰مه) داسې مهال ووژل شول، چې د یوه برید د خبري پوښښ لپاره راغونډ شوي وو.

عبادالله حنانزی، سباوون کاکړ او فرشته محرم درانۍ د ازادۍ راډیو، علي سلیمي او محمدسلیم تلاش د مشعل ټلوېزیون، غازي رسولي او نوروز علي رجبي د یک ټلوېزیون، محمد توخي د طلوع نیوز او شاه‌‌مری د فرانس پرېس اړوند هغه خبریالان او انځوراخیستونکي وو، چې په دې چاودنه ووژل شول.

د دې چاودنې مسوولیت داعش وسله‌والې ډلې منلی و.

دا په داسې حال کې ده، چې په دغه برید کې ۲۱ ملکیان هم ووژل شول او همداراز ۴۸ نور ټپیان شول.

په همدې ورځ په خوست کې د بي‌بي‌سي خبریال احمدشاه هم د یوه وسله‌وال برید پرمهال ووژل شو، چې د وخت جمهوري نظام طالب ډله د دغه برید مسووله بللې وه.

د یادونې ده، چې ۱۳۹۷ کال د افغان خبریالانو لپاره یو خونړی کال بلل کېږي او د دغه کال په اوږدو کې لږ تر لږه ۲۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په بېلابېلو بریدونو کې ووژل شول.

که څه هم د جمهوریت پر مهال افغان خبریالان له پراخو امنیتي ستونزو سره مخ ول، خو اوس‌مهال پر افغانستان د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو سره د امنیتي ستونزو ترڅنګ د دغې ډلې له پراخو بندیزونو سره مخ دي.

نور خبرونه

رادیو