د بندر رجایي کارګر: د افغانانو په ګډون څه باندې ۳۰۰ کسان د بندرعباس پېښه کې وژل شوي

۱۰ ساعتونه مخکې

د ایران د بندرعباس د رجايي بندر یو کارګر وایي، چې په دې سیمه کې د شنبې ورځې په چاودنه کې د افغانانو او بلوڅانو په ګډون ۳۰۰ کسان وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې افغان او بلوڅ کارګران په قاچاقي توګه په رجایي بندر کې پر کار بوخت وو او دقیق شمېر یې هم څرګند نه دی.

هغه همداراز ایران انټرنشنل ته په یوه لېږل شوي پیغام کې زیاته کړې: «دا چې د بندر ګارډ قاچاقي او غېرقانوني وګړي پیدا نه کړي، نو دغو کارګرو په پټه توګه دندې ترسره کولې.»
د نوموړي په وینا، د واقعی وژل شویو شمېر چې ورک شوي کسان هم په‌کې شامل دي، تر ۳۰۰ ډېر دي.
د راپورونو له مخې، د بندرعباس په چاودنه کې ټولې بندري ودانۍ زیانمنې شوي او وېره شته چې ځیني کارکوونکي او خلک به تر ودانیو لاندې وي.
ایراني چارواکي وايي، چاودنه د تېلو ډېپو کې شوې، خو کره لامل یې لا روښانه نه دی.
چاودنه دومره زوروره وه، چې تر څو کیلومټرو لرې یې هم ودانۍ زیانمنې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو