اذربایجان غواړي چې د اسلامي همکاریو سازمان سره په همکارۍ په افغانستان کې د غالۍ اوبدنې د یوه مسلکي مرکز د رغونې لګښتونه پرغاړه واخلي. ټاکل شوې دغه مرکز په پلازمېنه کابل کې جوړ شي.
د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د معلوماتو له مخې، د غاليو اوبدلو د دغه مسلکي مرکز د جوړولو د مالي ملاتړ تړون د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو ماموریت، د اذربایجان د پرمختیايي همکارۍ نړیوالې ادارې (AIDA) او په کابل کې د اذربایجان سفارت ترمنځ لاسلیک شوی دی.
ددغه مرکز نوم « د افغاني دودیزو کسبونو د ساتنې او پراختیا په موخه د غاليو اوبدلو د تخنیکي او مسلکي روزنې مرکز جوړول ګڼل شوی، چې هدف یې د افغانستان دغالۍ اوبدنې دودیز هنر ساتل او پراخول دي.
د دغه نوښت له لارې به د محلي استادانو، په ځانګړي ډول ښځو او ځوانانو مسلکي روزنه ترسره کېږي.
د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، چې د اذربایجان د پرمختیايي همکارۍ نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ به ګډونوالو ته د غاليو اوبدلو د معاصرو تخنیکونو، د کاروبار پراختیااو بازار ته د لاسرسي په برخه کې زدهکړې ورکړل شي، چې دا به په پایله کې د دوامداره معیشت او اقتصادي فرصتونو د پیاوړتیا لامل شي.