د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو وزارت خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۱۷۳۸ کډوال د دغه ایالت له بېلابېلو لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له پاکستانه د اې سي سي کارت لرونکو او بې اسناده کډوالو اېستلو دویم پړاو لا هم دوام لري.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، تېره ورځ د تورخم له لارې ۶۳۱ کډوال چې د اې سي سي کارتونه لري او ۱۱۰۰ بې اسناده کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
خو د انګور اډې له لارې ۷ تنه د اې سي سي کارت لرونکي کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
له دغې شمېره سره له پاکستانه د تېرې یوې میاشتې په لړ کې ټولټال ۳۱۰۹۸ د اې سي سي کارت لرونکي او ۱۹۰۵۶ بې اسناده کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
په ټوله کې شاوخوا ۵۰۱۵۴ کسان له پاکستانه د اېستلو په دویم پړاو کې د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
هاخوا بیا له اسلام اباد څخه ټولټال ۲۱۳۷کسان، له پنجاب څخه ۱۸۵۲۲ کسان، له ګلګټ۲ کسان، له کشمیر ۱۱۶۵ کسان او له سند څخه ۴۴ کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.
خو بیا د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر میاشتې راهیسې د پښتونخوا له بېلابېلو لارو ټولټال ۵۲۷۵۱۶ کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.
له بل پلوه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې یوازې د روان کال په اپرېل میاشت کې تر ۲۵۰زرو ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي چې له دې ډلې شاوخوا ۹۶ زره یې په جبري توګه اېستل شوي دي.