انځور د ایګور اوشانوف @Igor Ushanov،چې د روسي پلاوي مشري کوي

۴۰ کاله وروسته؛ روسیه خپل یو پخوانی سرتېری له افغانستان نه بېرته مسکو ته بیايي

۴ ساعتونه مخکې

د روسیې د سوردلوفسک ولایت یو رسمي او سوداګریز پلاوی افغانستان ته راغلی، چې د اقتصاد، فرهنګ، زده کړو، ګرځندوی او ورزش په برخو کې له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړي. ددغه پلاوي یو هدف له افغانستان نه د یوه پخواني روسي بېول هم دي.

د روسیې رسنیو د چارشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې ددغه هېواد د سوردلوفسک ولایت سوداګریز پلاوي تر دې دمه د افغانستان نورستان، کونړ، ننګرهار او هرات ولایتونو ته سفر کړی او د دغو سفرونو موخه، د روسیې او طالبانو ترمنځ د اوږدمهاله اړیکو پراخول، د اقتصادي بازارونو پراخوالی، د فرهنګي او تعلیمي تبادلو پیاوړي کول او د شته تاریخي اړیکو بیا نوي کول دي.

د دې سفر یوه ځانګړې برخه د یوه پخواني شوروي سرتېري بېرته بېول دي، چې شاوخوا ۴۰ کاله وړاندې د افغان- شوروي جګړې پر مهال نیول شوی و او تر اوسه پورې په افغانستان کې ژوند کوي.

یاد پخوانی سرتېری سیرګي کراسنپیروف نومېږي، چې د روسیې د کورګان له سیمې پوځ ته جذب شوی و.

له نیول کېدو وروسته نوموړی مسلمان شوی او پرځان یې د نورمحمد نوم اېښی او د افغانستان تابعیت یې اخېستی دی. هغه دا څلور لسیزې د افغانستان په مختلفو سیمو کې ژوند کړی دی.

د روسيې پلاوی د ایګور اوشانوف په مشرۍ، چې د افغانستان جګړې پخوانی سرتېری او د سوردلوفسک ښار د ښاروالۍ غړی دی، افغانستان ته راغلی.

په پلاوي کې د هغه جګړه‌مل ویچسلاف نېکراسوف هم شامل دی، چې «د شوروي اتحاد د اتل اسلاموف» په نوم د سوردلوفسک سیمه‌ییز سازمان استازیتوب کوي.

په افغانستان کې د جنګېدلو شوروي سرتېرو دا ډول سازمانونه په دې وروستیو کې د مسکو او طالبانو د اړیکو له تازه کېدو سره ډېر فعال شوي.

سوداګر، خبریالان او نور چارواکي هم د یاد پلاوي او سفر برخه دي.

روسۍ سرچینې وايي، د پخواني شوروي سرتېري د بېرته ستنولو لپاره اړین اسناد برابر شوي او په مزارشریف کې د روسیې کونسلګرۍ او د هغې مشر الکسي پرېوېرزیف د یاد سرتېري لپاره د روسیې ویزه ترلاسه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو