په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پرواګر وايي، چې فرانسه د افغانانو د ژوند ښه کولو، طبیعي پېښتو ته د چمتوالي، اقلیمي بدلون سره د مبارزې او اقتصادي خپلواکۍ د پياوړتیا په برخه کې يو ميلیون يورو مرسته کوي.
دغه اداره زیاتوي، یاده مرسته به په شپږ میاشتو کې تر زر زياتو کورنيو ته په بېلابېلو برخو کې ورسوي.
په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام د سې شنبې په ورځ په يوې خبرپاڼې کې ویلي، چې د فرانسې دا مرسته به د شپږو مياشتو لپاره دوی ته زمينه برابره کړي، چې « د ۱۱۰۰ څخه زياتي کورنۍ مسلکي ورزوي، د کروندګرو ملاتړ وکړي او د اقليمي بحران په وړاندې لا اغېزناک ګامونه واخلي.»
په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام د فرانسې د سفيرې او په روم کې د ملګرو ملتونو د دایمي استازې سلین یورګنسن له قوله ویلي، اوږدې وچکالۍ او وروستيو مرګونو سېلابونو د میلیونو خلکو ژوند اغېزمن کړی، چې د خوراکي توکو د کرلو یا د ژوند لپاره د عوايدو د پېدا کېدو بله لار نه لري.
هغې زياته کړې: « افغانه ټولنه اوږد مهاله حل لارو ته اړتیا لري، تر څو اقتصادي خپلواکي او باثباته ژوند ته ورسيږي.»
د خوړو نړۍوال پروګرام د فرانسې حکومت د یومیلیون یورو مرستې کولو مننه کړې.
په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې تېر کال یې د زغم یا مقاومت د پروژو له لارې ۴۵۰۰ ميټریک ټنه خوراکي توکي او شاوخوا ۲۴ میلیونه امریکایي ډالر نقدې پېسې تر نیم میلیون پر زیاتو خلکو ویشلي، چې نږدې نيمايي يې ښځې او نجونې وې.
دغه ادارې ویلي، چې سږ کال په ۳۰ ولایتونو او ۶۱ ولسواليو کې د همدغو پروژو له لارې ۵۰ زره کورنیو ته د مرستې رسولو پلان لري.
د همدې خبرپاڼې له مخې، د فرانسې حکومت په افغانستان کې دخوړو نړۍوال پروګرام په بېلابېلو برخو کې له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۴ پورې شاوخوا ۵۰ میلیونه یورو مرسته کړې ده.