د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزرات ویاند عبدالسلام جواد وایي، چې دغې ډلې په تېر ۱۴۰۳ کال کې د ۸۹۰ مېلیون ډالرو په ارزښت له هند سره سوداګریزه راکړه ورکړه کړې ده.
نوموړي دغه څرګندونې پر اېکس پاڼه په یوه ویډیویي پیغام کې کړې دي.
ښاغلي جواد ویلي، چې دغې ډلې له هند سره د ۶۲۷ مېلیون ډالرو په ارزښت صادرات او د ۲۶۳ مېلیون ډالرو په ارزښت واردات کړي دي.
هغه زیاته کړې، چې په صادراتو کې وچ انځر، اینجه او د هغې تخم، زعفران، ممیز، شنه زیره او بادام شامل دي او په وارداتو کې بیا بوره، د صنعتي فابریکو لپاره خام توکي، کتان، د موټرو پرزې، ماشینونه او نورې جامې شاملې دي.
خو د کشمیر تر کړکېچ وروسته ښایي د پولو بندېدو له امله دغه سوداګریزه راکړه ورکړه اغېزمنه شي.
د پاکستان د سوداګرۍ فدراسیون هم ویلي، هند به د پاکستان له خاورې د ټرانزیټي محدودیتونو له امله افغانستان سره په سوداګرۍ کې شاوخوا ۱.۱۴ مېلیارده ډالر مالي زیان وویني.
د پاکستان د سوداګرۍ فدراسیون چارواکي وایي، چې هند هر کال شاوخوا ۶۴۰ مېلیونه ډالر مالونه د پاکستان له لارې افغانستان ته لېږدوي. اوس دغه سوداګریز بهیر له جدي خنډونو سره مخ شوی او د هند لپاره د پام وړ مالي زیانونه رامنځته کولای شي.
د هند حکومت له لوري د اټاري-واګې ځمکنۍ دروازې بندېدو د افغانستان د وچو مېوو پر صادراتو سخت منفي اغېز کړی دی او ورسره په هند کې د دغو مېوو بیې هم لوړې شوې دي.
د ایکانومېک ټاېمز د راپور له مخې، د اټاري بندر له تړل کېدو سره سم د هند په بازارونو کې د پستې بیه شاوخوا ۲۰ سلنه لوړه شوې ده.
د هندي سوداګرو په خبره، د ایران له لارې د بدیلو لارو موندل هم ستونزمن شوي؛ ځکه د مالي تبادلې له ګڼو خنډونو سره مخ دي.
هندي واردوونکو خبرداری ورکړی، که چېرې اټارې-واګه بندر همداسې بند پاتې شي؛ نو دغه هېواد ته به د وچو مېوو، مغز لرونکو مېوو او مصالو واردات کم شي او بیې به ۱۵ څخه تر ۲۰ سلنه پورې لوړې شي.