د پاکستان د سوداګرۍ فدراسیون (PBF) ویلي، هند به د پاکستان له خاورې د ټرانزیټي محدودیتونو له امله افغانستان سره په سوداګرۍ کې شاوخوا ۱.۱۴مېلیارده ډالر مالي زیان وویني.
پاکستانۍ اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د پاکستان د سوداګرۍ فدراسیون د چارواکو له حوالې لیکلي، چې هند هر کال شاوخوا ۶۴۰ مېلیونه ډالر مالونه د پاکستان له لارې افغانستان ته لېږدوي. اوس دغه سوداګریز بهیر له جدي خنډونو سره مخ شوی او د هند لپاره د پام وړ مالي زیانونه رامنځته کولای شي.
دغه مسئله وروسته له هغې راپورته کېږي، چې په هندي کشمیر کې د وروستي ترهګریز برید وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ او پر یو بل فشارونو زور واخیست.
د APP خبري اژانس د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال له اپرېل څخه تر ۲۰۲۵ د جنورۍ پورې هند شاوخوا ۵۰۰ مېلیونه ډالر توکي پاکستان ته صادر کړي دي؛ خو له پاکستانه يې یوازې ۴۲۰ زره ډالره واردات کړي دي. د دغو مستقیمو تبادلو د کمښت ترڅنګ، د پاکستان له لارې افغانستان ته د هندي مالونو ټرانزیټي خنډ د هند پر اقتصاد لا زیات فشارونه راوړي دي.
د پاکستان د سوداګرۍ فدراسیون مشر خواجه محبوب الرحمان د خپلې حکومتي تګلارې ملاتړ څرګند کړی او ویلي یې دي، چې د پاکستان سوداګریزه ټولنه د خپلو وسلهوالو ځواکونو ترڅنګ ولاړه ده.
هغه زیاته کړې:« د هند دا عادت ګرځېدلی، چې څو کاله چوپ پاتې شي او بیا پر پاکستان بې بنسټه تورونه ولګوي چې نور د زغم وړ نه دي.»
د پاکستان د سوداګرۍ فدراسیون اصلي تنظیموونکي احمد جواد ټینګار کړی، چې باید تر هغه وخته له هند سره هر ډول سوداګریزې اړیکې بندې شي؛ څو چې ستونزې د متقابل درناوي او برابرۍ پر بنسټ حل شي.
نوموړي پر هند تور ولګاوه، چې د اقتصادي همکارۍ او د سیمې د سولې هڅې خراب