د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د خپل ازبکستاني سیال بختیار سعیدوف سره د ټلېفون له لارې د افغان-ټرانس اورګاډي د پټلۍ او د پاکستان، ازبکستان او افغانستان ترمنځ د درې اړخیزې غونډې په اړه خبرې کړي.
د دې غونډې وخت تر اوسه نه دی ټاکل شوی.
ازبکستان غواړي، چې افغانستان د اکستان د اورګاډي پټلۍ له لارې له منځۍ اسیا سره وصل کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل د دغه ټلېفوني خبرو په اړه په خپل اېکس کې لیکلي: «په دې ټلېفوني تماس کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوهاړخیزو او څو اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا، سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په ځانګړي ډول د افغان-ټرانس اورګاډي د پټلۍ پروژې او د درېاړخیزې غونډې (افغانستان – ازبکستان – پاکستان) د ترسره کېدو په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړل.»
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سعیدوف په دغه ټلېفوني اړیکه کې د طالبانو له حکومت سره د اړیکو په پراختیا ټينګار کړی.
سعیدوف په دې خبرو کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د افغانستان صادرات ازبکستان ته د تېر کال په پرتله درې برابره زیات شوي دي.
نوموړي ژمنه کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیت په برخو په ځانګړي ډول افغان وګړو ته د ویزو په صادرولو کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.
په دغه ټلېفوني خبرو کې امیر خان متقي ټينګار کړی، چې افغانستان د لویو اقتصادي پروژو لکه د افغان-ټرانس پروژې د تطبیق او له ازبکستان سره د سیاسي، سوداګریزو او ټرانزیتي همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره بشپړ چمتووالی لري.
نوموړي ویلي، چې باید له رامنځته شویو سیمهییزو فرصتونو د دواړو هېوادونو په ګټه استفاده وشي.
تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه درې اړخیزه غونډه کله او چېرته ترسره کېږي، خو ضیاء احمد تکل لیکي: «دواړو لورو د دا ډول خبرو د دوام ټینګار وکړ او اعلان یې وکړ چې د «افغانستان – ازبکستان – پاکستان» درېجانبه غونډې د دقیق وخت او ځای د ټاکلو لپاره به له ډیپلوماتیکو لارو همغږي وشي.»
په افغانستان کې د طالبانو بیا ځلې واک ته رسېدو وروسته د منځنۍ اسیا هېوادونو د طالبانو له حکومت سره اړیکې خورا نږدې کړي دي او همدا ډول له دې هېوادونو سره د صادراتو او وارداتو په کچه کې هم زیاتوالی راغلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د قزاقستان یوه لوړپوړي پلاوي افغانستان ته سفر کړی و او د طالبانو له حکومت سره یې په دوه اړخیزه سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې وکړې.