د پاکستان پوځ: په ډېورنډ کرښه مو ۵۴ وسله وال وژلي دي

۱۰ ساعتونه مخکې

د پاکستان پوځ وایي، چې په شمالي وزیرستان کې یې د ډېورنډ کرښې ته څېرمه ۵۴ وسله وال وژلي دي.

د پوځ په وینا، دې وسله والو غوښتل چې له ډېورنډ کرښې را واوړي او په پاکستان کې بریدونه وکړي.

د پوځ په اعلامیه کې چې رسنیو ته استول شوې راغلي، چې له وسله والو سره دغه نښته تېر ماښام د خېبرپښتونخوا اړوند په شمالي وزیرستان کې ډېورنډ کرښې ته څېره رامنځته شوې.

دغه سیمه یو وخت د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مرکز وو.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي چې د استخباراتو د راپورونو له مخې، وژل شوي وسله‌وال پاکستان ته د لوړې کچې ترهګریزو بریدونو لپاره رالېږل شوي وو.

پوځ زیاته کړې، چې د ډېورنډ په کرښه دا هڅه «په داسې وخت کې شوې، چې هندوستان بې‌اساسه تورونه پر پاکستان لګولي».

څو ورځې وړاندې په هندي کشمیر پهلګام کې وسله والو ۲۶ سیلانیان ووژل او ۱۲ نور یې ټپیان کړي.

د هند حکومت پاکستان تورن کړ، چې په دې پېښه کې لاس لري او د غچ اخیستو ګواښ یې وکړ.

په دې وروستیو کې پاکستان د نا امنیو له زیاتوالي سره مخ دی، چې په دغه ناامني تر ډېره د پاکستاني طالبانو یا تحریک طالبان پاکستان (TTP) پورې تړاو لري.

د راپورونو له مخې، دا ډله له افغان طالبانو سره ملګرې ده خو جلا تشکیلات لري او له هغه وروسته چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې په افغانستان کې د بیا ځلې لپاره واک تر لاسه کړ، ډېری TTP مشران او نورو وسله والو یې په افغانستان کې پنا واخیسته.

نور خبرونه

رادیو