د افغانستان الف لوبډلې د سریلانکا د الف لوبډلې پر وړاندې د ټېسټ سیالیو لپاره تمرینات و کړل

پرون

د افغان ابدالیانو (الف) کرېکټ ملي لوبډلې د سریلانکا له الف لوبډلې سره د را روانې څلور ورځنۍ (ټېسټ) سیالیو لپاره د بشپړ چمتوالي په موخه تمرینات ترسره کړي.

یادې سیالۍ به د را روانې سې شنبې په ورځ پیل شي.

دغه سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربتوب ترسره کېږي.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان الف لوبډله به د روانې اپرېل میاشتې په ۲۹مه نېټه د یادې لوبډلې پر وړاندې څلور ورځنۍ لوبه پیل کړي، چې د راتلونکې مې میاشتې تر دویمې نېټې پورې به دوام وکړي.

کرېکټ بورډ ویلي، چې د دغه سیالۍ لپاره د ټېسټ سیالیو نوي لوبغاړي د افغان ابدالیانو لوبډلې سره یو ځای شوي دي.

تر دې وړاندې د سریلانکا الف ملي لوبډلې د افغانستان په کوربتوب د اکسپلور درې اړخیزه یو روځنیو سیالیو کې اېرلېنډ الف لوبډلې ته په ماتې ورکولو اتلولي ګټلې ده.

په دغو سیالیو کې سریلانکا افغان ابدالیانو ته دوه ځلې ماتې ورکړه.

نور خبرونه

رادیو