د منځني ختیځ او مرکزي اسیا لپاره د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشر اندریاس پاپاکونستانتینو وايي چې اروپایي ټولنې له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو ته ۲۵۰ زره یورو ځانګړې کړې دي. د هغه په وینا، دا پيسې به په افغانستان کې سور صلیب نړۍوال فدراسیون ته وسپارل شي.
نوموړي د جمعې په ورځ (اپرېل ۲۵) د خپلې اېکسپاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې چې دغه مالي مرسته به د سور صليب نړۍوال فدراسيون له لارې د زرګونو افغان کډوالو لپاره د سرپناه، بېړنيو روغتيايي چارو، څښاک اوبو او خوړو په برخو ولګول شي.
د منځني ختیځ او مرکزي اسیا لپاره د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشر اندریاس پاپاکونستانتینو لیکلي: «ډېرو دغو کډوالو خپل کورونه له لاسه ورکړي او دمګړۍ له بېوزلۍ او ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.»
هغه همداراز ویلي چې د خېبرپښتونخوا پېښور ته د خپل سفر پرمهال یې له یو شمېر افغان کډوالو سره لیدلي او د هغوی خبرې یې اورېدلي دي. پاپاکونستانتینو زیاته کړې: «زه د دې خلکو له زغم او مقاومت څخه ژور اغېزمن شوم. اروپايي ټولنه د هغوی ترڅنګ ولاړه ده.»
د اروپايي ټولنې یاد استازی دا مرسته داسې مهال اعلانوي چې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو جبري اېستلو ته زور ورکړی دی.
د یادونې ده چې دوه ورځې مخکې د طالبانو د رياستالوزراء اداري مرستیال او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مشر عبدالسلام حنفي ویلي و چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه د افغانانو اېستل د شرم وړ مسئله ده.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو وزارت ویلي و چې یوازې د تېرې چهارشنبې په ورځ د تورخم له لارې دوه زره ۲۹۸ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.