سریلانکا الف لوبډلې د اکسپلور افغانستان درې اړخيزې لوبلړۍ اتلولي خپله کړه

۱۱ ساعتونه مخکې

د افغانستان په کوربتوب د ایرلنډ او سریلانکا درې اړخيزه اتلولي د سریلانکا الف کرېکټ لوبډلې خپله کړه او په پایلوبه کې يې ایرلنډ ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړه.

کوربه افغان ابدالیان کرېکټ لوبډلې د دې سياليو په څلورو لوبو کې یوه بريا او درې ماتې وخوړې.

د افغانستان په کوربتوب د دې درې اړخيزه سیاليو د پایلوبې پچه سریلانکا الف لوبډلې وګټله او لومړی یې ایرلنډ کرېکټ لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ایرلنډ لوبډلې په ۴۷.۲ اور کې سریلانکا ته ۲۰۱ منډې هدف وټاکه.

سریلانکا الف کرېکټ لوبډلې د خپلو پنځو لوبغاړو په سوځېدو په ۳۴.۳ اور کې دغه هدف پوره کړه او په پایلوبه کې يې ایرلنډ ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړه.

کوربه افغان ابدالیانو کرېکټ لوبډلې په دې درې اړخیزه سیاليو کې څلور لوبې وکړي، چې د سریلانکا او ایرلنډ سره يې په دريو سیاليو کې ماتې خوړلې او په یوه لوبه کې يې ایرلنډ لوبډله ماته کړې.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، چې د افغان ابدالیان کرېکټ لوبډلې يو شمېر لوبغاړي کابل ته رسېدلي او د همدې لوبډلې يو شمېر نور لوبغاړي بیا تېره شپه متحده عربي اماراتو ته ورسېدل.

د بورډ د مالوماتو له مخې، افغان ابدالیان لوبډله به د همدې اپريل مياشتې په ۲۹ مه د سریلانکا الف لوبډلې سره یوازېنۍ څلور ورځنۍ سیالۍ پيل کړي.

نور خبرونه

رادیو