د مخکني جمهوري حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې وروستي خونړي ترهګریز برید ته په غبرګون کې ویلي، چې ښايي په برید کې کارېدلې وسلې د طالبانو د هغو زېرمه شویو وسلو برخه وي، چې تازه «ورکې» اعلان شوې دي.
نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «که چېرې دغه ترهګر ونیول شي، ډېر امکان شته چې وسلې یې د هغو تجهیزاتو برخه وي، چې د طالبانو له زېرمو ورکې شوي دي. دا چې دا وسلې (ورکې) بلل کېږي، ډېرې معناوې لرلای شي.»
صالح زیاته کړې، چې که څه هم افغانستان له کشمیر سره ځمکنۍ پوله نه لري، خو په سیمه کې داسې جوړښتونه شته چې ترهګرو ته د ازاد تګ راتګ او بریدونو زمینه برابرېږي. هغه وویل: «یو ځانګړی امنیتي او استخباراتي چاپېریال موجود دی، چې له امله یې سختدریځه ډلې کولای شي پرته له کوم خنډه له پولو واوړي او بریدونه وکړي.»
نوموړي په خپل تحلیل کې یو شمېر سناریوګانې هم وړاندې کړې، چې هند کولای شي د دغې برید په ځواب کې یې عملي کړي.
د هغه له نظره، یوه ممکنه لاره دا ده، چې ښايي هند د پاکستان دننه پر هغو هدفونو هوايي بریدونه وکړي چې یا خو د ترهګرو مرکزونه وي او یا نظامي تاسیسات. هغه دا «محتاط خو خطرناک» اقدام وباله.
دویمه طرحه چې صالح وړاندې کړې، هغه دا ده، چې هند پاکستان له وچې، اوبو او فضا څخه کلابند کړي. د باورونو له دا یو تخنیکي او لوژیستیکي پېچلی اقدام دی، خو صالح باور لري، چې پاکستان ته به درانه اقتصادي زیانونه واړوي.
هغه همداراز پر اقتصادي بندیزونو او د ډېپلوماټیکو اړیکو پرې کولو هم لیکل کړي، خو یادونه یې کړې. چې اوسنی سوداګریز تعامل دومره ټیټ دی چې ښايي سملاسي اغېز ونه کړي.
ښاغلي صالح د سایبري بریدونو احتمال هم مطرح کړی او ویې پوښتل چې ایا د پاکستان د انرژۍ بنسټونه دې ته چمتو دي، چې د پرمختللو سایبري بریدونو پر وړاندې مقاومت وکړي؟
هغه له ستراټېژیکي پلوه د «سترګو پر وړاندې سترګه» تګلاره هم یاده کړه او ویې ویل، هند کولای شي د هر برید په مقابل کې مناسبه غبرګون وښيي، تر څو مخالف لوری نور له دا ډول بریدونو ډډه وکړي. خو صالح دا پوښتنه هم وکړه چې هند واقعاً دا ډول ظرفیتونه لري؟
امرالله صالح د جګړې د بشپړ پيل سناریو هم مطرح کړې، خو زیاته کړې یې ده، چې دا یوه خطرناکه او درنه لاره ده چې ښايي د پاکستان پوځ دا فرصت وبولي، څو د پوځ کنټرول لا زیات کړي او ان نظامي حالت اعلان کړي.
هغه په پای کې لیکلي چې هند باید د نړۍ له نورو هېوادونو سره ټلواله جوړه کړي تر څو پاکستان نړۍوالې انزوا ته واچوي. صالح وویل: «هند یو داسې هېواد دی چې نور هېوادونه له ځان سره همکاران کولای شي، ځکه هند پور ورکوونکی دی، نه پور اخیستونکی.»
نوموړي خبرداری ورکړ، چې د پاکستان نظامي جوړښت نه یوازې له بهرني فشار ویره نه لري، بلکې د هند له ممکنه برید څخه به د یوه داخلي کودتا او نظامي واک د پراخولو د وسیلې په توګه کار واخلي.
سیمه ييزې اندېښنې او نړۍوال غبرګون
دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي، چې هند له برید وروسته خپلې امنیتي اقدامات زیات کړي او د دغه برید عاملینو ته د سخت غبرګون ژمنه کړې ده.
د هند امنیتي ادارې اوس هڅه کوي معلومه کړي، چې د برید وسلې له کوم ځایه راغلي او ایا دا له هغو تجهیزاتو دي چې د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته په افغانستان کې طالبانو ته پاتې شوې او د نیابتي ډلو لاس ته ورغلي.
امرالله صالح په پای کې د پوښتنې په ډول لیکلي: «هند اوس خپلې لارې ارزوي، خو د پاکستان لپاره کومې لارې پاتې دي؟ ایا دا هېواد به همداسې دوه مخې لوبې ته دوام ورکړي او له ترهګرۍ سره به پټ ملاتړ روان وي او که د خپلو سیاستونو بیاکتنه به وکړي؟»
هم مهاله پاکستان د هند له لوري پر دوی د ترهګرۍ او یاد برید کې د لاس لرلو تورونه رد کړي دي.
نن د پاکستان لومړی وزیر شبهاز شریف د هند د شوې پرېکړې په غبرګون کې ځانګړې امنیتي ناسته کوي، څو د هند د شویو پرېکړو په تړاو د خپل حکومت دریځ څرګند کړي.
پاکستاني رسنیو لیکلي، چې هند تر اوسه پورې په ترهګریزو پېښو کې د اسلام اباد د ښکېلتیا لپاره هېڅ ډول شواهد نه دي وړاندې کړي او یوازې تورونه یې لګولي دي.