د افغانستان لپاره د ایران د سوداګرۍ سلاکار حسین روستایي اعلان کړی چې د افغانستان له ۲۰۰ تنو داخلي او نړیوالو سوداګرو، اقتصادي فعالانو او پانګهوالو جوړ ستر پلاوی به د «ایران اکسپو ۲۰۲۵» نندارتون کې ګډون وکړي.
د ایران د سوداګرۍ پراختیا سازمان د رپوټ له مخې، ددغه پلاوي مشري به د طالبانو د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت مرستیال کوي او د دغه سفر هدف د تهران او طالبانو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراخول او پیاوړي کول دي.
روستایي، چې په کابل کې د ایران د سفارت غړی دی، وویل چې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مشرتابه پلاوي غړي به هم د ددغه نندارتون برخه وي.
نوموړي زیاته کړه، « دا د تېرو لسو کلونو په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو لوی او باکیفیته سوداګریز پلاوی دی، چې د اقتصادي برخو په مختلفو سکټورونو لکه صنعت، کرنه، تخنیکي او انجنیرۍ، ودانیزو چارو، خدماتو، معدن او طبیعي منابعو کې استازولي کوي».
هغه وویل، «ایران او افغانستان د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف ټاکلی او د افغانستان ناپېیلې او راتلونکې لرونکې بازار ته د ګډو پانګونو، ګډ تولید او نویو سوداګریزولارو چارو اړتیا لا ډېره شوې ده».
د ایران د سوداګرۍ سلاکار څرګنده کړه چې د ایران اکسپو ۲۰۲۵ په جریان کې به د طالبانو پلاوي لپاره درې کچې اقتصادي تعاملات برابر شي چې حکومت-حکومت (G2G)، حکومت-خصوصي سکتور (G2B) او شرکت-شرکت (B2B) ناستې دي.
ایران اکسپو ۲۰۲۵چې د اووم ځل لپاره جوړیږي، د ایران د صنعت، معدن او سوداګرۍ وزارت، د بهرنیو چارو وزارت، د سوداګرۍ پراختیا سازمان او یو شمېر نورو دولتي او خصوصي ادارو په مرسته د غويي له اتمې نېټې د پنځو ورځو لپاره په تهران ښار کې جوړیږي.
ایرنا د رپوټ له مخې، په دغه نړیوال نندارتون کې له ۱۰۰ هېوادونو ۲۵۰۰ تنو ته د ګډون فرصت برابر شوی دی.