د مسکو او طالبانو توده راشه درشه؛ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ او د کرنې وزیران روسیې ته ځي

۶ ساعتونه مخکې

د روسیې له‌خوا د طالبانو پر فعالیتونو د بندیز لرې کولو، چې له شاوخوا ۲۰ کلونو راهیسې نافذ وو، د منځنۍ اسیا هېوادونو او مسکو ته له دې ډلې سره د اړیکو تودولو لاره پرانېستې ده.د طالبانو د کرنې او سوداګرۍ وزیرانو ته بلنه ورکړل شوې، چې په پیټرسبورګ اوکازان فورمونو کې ګډون وکړي.

د روسیې د ایزویستیا ورځپاڼې د رپوټ له مخې، پر طالبانو د مکسو له بندیزونو لرې کولو وروسته د دواړو خواوو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا لیدل شوې. یوازې تېر کال د روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګري یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.

روسیې له طالبانو سره اړیکې له ۲۰۱۷ راهیسې د مسکو فارمټ تر چتر لاندې پیل کړې وې. د طالبانو د کرنې او سوداګرۍ او صنعت وزیرانو په مشرۍ پلاویو ته بلنه ورکول شوې، چې په پیټرسبورګ اقتصادي فورم اوکازان فورم کې ګډون وکړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي، چې په کازان کې ترمذ - نایب‌اباد - لوګر - خرلاڅي او مزار شریف -هرات -دلارام - کندهار - چمن لارې څیړل کیږي، چې ټولیز اوږدوالی یې۵۷۳ کیلومتره دی او د انتقال وړتیا یې په کال کې۲۰ میلیونه ټنه ښودل شوې.

د روسیې د ایزویستیا ورځپاڼې د رپوټ له مخې، مسکو اوس کولای شي د ترانس-افغان پروژو برخه شي

د روسیې د ختیزو علومو انسټیټیوټ افغان کارپوه عمر نثار وايي، مسکو او طالبان د داعش پر ضد ګډه مبارزه کوي خو نوموړي دا هم زیاته کړې چې طالبان اسانه شریکان نه دي.

روسیه د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره دوه شرطونه لري، چې یو د ښځو حقوقو ته درناوی او بل د یوه ټول‌شموله حکومت جوړول دي، خو طالبانو تر ټولو ډېر په دې دوو برخو کې محدودیتونه وضع کړي دي.

په ورته وخت کې د جنوبي اسیا او هند سمندر څیړنیز مرکز مشر الکسي کوپرییانوف وايي، چې د افغانستان سیاسي ثبات د سترو پروژو پر وړاندې لا هم خنډ دی او بل د هند او پاکستان اړیکې د ټاپي پروژې پر وړتیا منفي اغیز کوي.

د کازان فورم د مې میاشتې پر ۱۴مه پیلیږي او تر ۱۶مې غځیږي چې له ۷۸ هېوادونو ۲۰ زره تنه کسان پکې ګډون کوي.

د مې پر ۱۵مه رسمي پرانیسته او د روسیې-افغانستان سوداګریز فورم دي، چې د روسیې مرستیال صدراعظم الکسي اوورچوک، د طالبانو د صنعت او تجارت او کرنې وزیران پکې ګډون کوي. دغه راز د مې ۱۶مې عمومي غونډه کې د ډیجیټل تحول پر موضوع او د ستراتیژیک لید ډلې ناسته کې پر روسیه - اسلامي نړۍ موضوعاتو خبرې کیږي.

د نورو فرهنګي پروګرامونو ترڅنګ معتدل یا «د حیا» پر بنسټ فېشن هم په دغه فورم کې ښودل کیږي.

نور خبرونه

رادیو