صالح د «منفورو» کسانو د منفکۍ په اړه: تر ټولو ډېر منفور کسان د طالبانو د جوړښت په سر کې دي

۸ ساعتونه مخکې

‏د افغانستان د مخکني جمهوري نظام لومړی مرستیال امرالله صالح د «منفور او نامطلوبه» کسانو د منفکۍ په اړه وایي، د طالبانو په ډله کې تر ټولو منفور کسان هغه دي، چې د دغې ډلې د جوړښت په سر کې دي.

نوموړي دغه څرګندونې د طالبانو په ډله کې د «منفور او نامطلوبه» کسانو د منفکۍ په اړه د دغې ډلې د دفاع وزیر یعقوب مجاهد پورې اړوند مکتوب له خپرېدو وروسته کړې دي.
د طالبانو د دفاع وزیر لاسلیک شوی مکتوب افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، چې په کې ملا یعقوب مجاهد د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت او استخباراتو ریاست ته مشوره ورکړې، چې شل سلنه تنقیص کې اول «منفور او نامطلوب» کسان منفک کړي او له دې سره دا وېره هم شته، چې د جمهوریت د وخت مسلکي کسان له دندو لرې شي.
دویم قدم کې «بعد الفتح»، درېیم قدم کې همکاران، څلورم قدم کې له پلار او زوی پرته د شهیدانو قریبان، پنځم قدم کې اختیاري «هغه کسان چې خپله خوښه غواړي رسمي وظیفه ونه کړي؛ بلکې په احتیاط فعال کې پاتې شي»، شپږم قدم کې هغه «مجاهدین» چې له یوه کور تر دوو زیات تعین بست وي؛ که بیا هم فیصدي پوره نه شوه اووم قدم کې په ښکته بستونو کې لوړ عمره یا تر یو کال پورې د «جهادي» سابقې کسان تنقیص شي.
ښاغلي صالح په دې تړاو پر اېکس پاڼه کاږلي: «زما په اند د طالبانو له فکري اړخه منفور په دوه ډلو وېشل شوي، یو مشهوره او له واکه برخمن او بل ګمنامه او د هغوی تر لاس لاندې کسان دي.»
د هغه په وینا، ښایي د دغه پرېکړې له مخې مشهوره منفور کسان ګمنامه منفور کسان منفک کړي.
هغه زیاته کړې، که چېرې دغه پرېکړه د رایو پر بنسټ شوې وه؛ له شک پرته منفور کسان به هغه متعصبه کسان وو، چې اوس د دغې ډلې د جوړښت په سر کې دي.
‏هغه دارنګه د شل سلنه منفوره کسانو بې کاره کېدل د افغانستان د خلکو لپاره ښه زېری بللی او ویلي یې دي، چې د پاتې ۸۰ سلنه منفوره کسانو د اېستلو لپاره هم باید مبارزه دوام وکړي.
هغه کاږلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې دغه ۲۰ سلنه منفوره کسانو په کوم نوم تنخوا او امتیاز ترلاسه کول؟
‏هغه وایي، کله چې د طالبانو مشران پوهېدل چې په لیکو کې یې ۲۰ سلنه منفور کسان شته؛ نو ولې یې درې کاله انتظار تېر کړ؟

د کارپوهانو په اند که دغه شل سلنه کسان له دندو په دې ډول لرې شي، نو لرې نه ده چې دغه طالب نظامیان دې د خپل حکومت پر ضد او د دوی مخالفو ډلو ته جذب شي.

ځینې طالب نظامیان د شعر په ژبه سر له اوسه خپلو مشرانو ته په اشاره کې رسوي، چې دوی به تر تنقیص کېدو وروسته وسله والو فعالیتونو ته مخه کړي.

نور خبرونه

رادیو