د افغانستان او پاکستان سوداګرو نویو سوداګریزو فرصتونو ته هیله‌مندي ښودلې ده

۸ ساعتونه مخکې

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي، چې د دواړو هېوادو تر منځ د پلاوو تګ راتګ به د سوداګرۍ نوي فرصتونه رامنځته او ډیر کړي.

د ده نیوز رسنۍ د راپور له مخې، د دغې خونې مرستيال ضياالحق سرحدي ويلي، چې د پاکستاني چارواکو او طالبانو دا تګ راتګ او لېدنې به د سوداګرۍ، ترانزيټ، امنيت او د خلکو تر منځ د اړيکو په ګډون په مهمو برخو کې همکارۍ پياوړې کړي.

سرحدي زیاته کړې: «د ټولو هغو نوښتونو ملاتړ کوي، چی د پاکستان او افغانستان تر منځ دوامداره وده او اړیکې را منځته کوی.»

هغه د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال هغه اعلان ته په اشارې سره چې ویلي یې وو؛ د جولاې میاشت وروسته به د افغانستان له خوا د ټرانزیټ سیستم ساده کړي، وویل: «نوی سیسټم به دوه اړخیز تجارت زیات او لګښتونه کم کړي.» هغه هیله څرګنده کړه چې په دې سره به نورو شرکتونو ته هم اجازه ورکړل شي، چې د افغاني توکو د لېږد په سالمې سیالې کې برخه واخلي.

سرحدي باور څرګند کړ، چې د اسحاق ډار د سفر په ترڅ کې شوي هوکړه لیکونه به سیمه ییزه همکاري پیاوړې کړي، امنیت به ټینګ کړي او د سوداګرۍ نوي فرصتونه به پرانیزي.

بلخوا ځینو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ښه کېدو سره د دغه هېواد له لارې افغان ټرانزېټ ۸۴سلنه کم شوی او لامل یې هم د قاچاق پرضد هڅې او ټرانزیټي لارې د فشار په ډول کارول بلل دي.

د دغو رسنیو د خپرو کړو شمېرو له مخې د ۲۰۲۳ له نومبر د ۲۰۲۴ تر نومبر له ۷.۴۸میلیارده ډالرو نه ۱.۲میلیارده ډالرو ته غورځېدلې ده.

د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ ترمنځ له جولای تر مارچ په نهو میاشتو کې هم دا سوداګري ۶۴سلنه نوره غورځېدلې او له ۲.۳۳میلیارد ډالرو نه ۸۳۶ میلیون ډالرو ته ټیټه شوې ده.

همدارنګه د پاکستان له لارې افغانستان ته کارګو توکي هم ۶۴سلنه غورځېدو سره له ۲.۲۸میلیارد ډالرو نه ۸۰۹ میلیون ډالرو ته ټیت شوي دي.

خو دا لا نه معلومه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ به دا ځل سوداګري اسانه شي او که به د پخوا په څېر له هرې لفظي شخړې وروسته د لویو لارو په تړلو سره د میاشتو لپاره سوداګري په ټپه دریږي.

نور خبرونه

رادیو