د ازادو سیالیو یو افغان لوبغاړی احمد سهیل حسن زاده چې په امریکا کې ژوند کوي، د جنسي تېري په تور له نیول کېدو وروسته د UFC سازمان سیالیو له نوملړه اېستل شوی دی.
د امریکا د کلیفورنیا ایالت سکرامنټو ښار پولیسو ویلي، چې حسن زاده د دوو کم عمره ماشومانو د جنسي تېري په دوو جلا پېښو کې تورن دی.
یو اېف سي سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د جنسي تېري کولو له امله یې د احمد سهیل حسن زاده سره د دغه سازمان ټول قراردادونه لغوه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې وه احمد سهیل حسن زاده راتلونکې اونۍ خپله لومړنۍ لوبه د «یو اېف سي» سازمان په چوکاټ کې ترسره کړي.
حسن زاده د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی دی، چې له درېیو کالونو راهیسې په امریکا کې ژوند کوي.
هغه تېر کال د څو سیالیو ګټلو وروسته د «یو اېف سي» سازمان لوبو ته لار پېدا کړه او د یاد سازمان لهخوا د څو سیالیو قراردادونه ورکړل شوي وو.