د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر ویلي، چې طالبان او شتمن افغانان باید هېواد ته له ستنېدونکو افغانانو سره ځانګړې مرستې وکړي.
د طالبانو د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي دغه څرګندونې د بلخ لپاره د دغه ډلې له والي محمد یوسف وفا او د تورخم له کمیسار ملا عبدالجبار حکمت سره د ناستې پر مهال کړې دي.
مولوي کبیر په دغه ناسته کې د تورخم له کمیساره غوښتي، چې په یاد ښارګوټي کې د مساپرو او ناروغانو لپاره وړ اسانتیاوې رامنځته کړي.
خبرپانه زیاتوي، په دغه ناسته کې په تورخم کې له پاکستانه د ستنېدونکو افغان کډوالو د بهیر مدیریت او اقتصادي مسایلو په تړاو هم بحث شوی دی.
د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست هم تر دې دمخه له افغان کډوالو سره د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو په ګډون نړۍوالو مرستندویه ادارو ته د مرستې لپاره لاسونه غځولي دي.
طالبانو له نړۍوالو مرستندویه ادارو غوښتي، چې د ستنېدونکو افغانانو سره دې د سرپناه په ګدون په بېلابېلو برخو کې بشري مرستې وکړي.
هممهاله نیوکې کېږي، چې په تورخم ښارګوټي کې د طالبانو له لوري د ستنېدونکو افغانانو لپاره د «عمري کمپ» په نوم جوړ شوي پنډغالي کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي. په کافي توګه د اړینو خدمتونو، خېمو او سرپناوو نشتوالی یوه لویه ستونزه ګڼل کېږي.
پاکستان د اپرېل له لومړۍ نېټې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر پېل کړی او یاد هېواد غواړي، چې د اې سي سي کارت لرونکو اته سوه زره کډوالو په ګډون بې اسناده افغانان هم په روانه لړۍ کې وباسي.
د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو اندېښنه څرګنده کړې، چې افغانستان له یوه بشري ناورین سره مخ دی او د دغو کډوالو په ورتګ سره به دغه کړکېچ لا پراخ شي.
د طالبانو په واکمنۍ کې لوږه، وزګاري او خراب اقتصادي وضعیت د افغانانو پر وړاندې جدي ننګونې دي.
داسې اندېښنې هم شته، چې ستنېدونکي افغانان به هم د دغه ناورین څخه خوندي پاتې نشي.