د ایران په خراسان رضوي ولایت کې د بهرنۍ پانګونې په جذب کې افغانان لومړی ځای لري

۱۲ ساعتونه مخکې

د ایراف خبري اژانس د خبر له مخې، د ایران په خراسان رضوي ولایت کې د بهرنۍ پانګونې په جذب کې تېر کال افغان پانګه‌وال د ۶۵ سلنې پانګونې سره لومړی ځای لري.

د خراسان رضوي د مالي او اقتصادي چارو مشر حمید حسیني وویل، چې په ۱۴۰۳کال کې د دغه ولایت لپاره څه باندې ۳۴۰مېلیونه ډالر بهرنۍ پانګونه ټاکل شوې وه.

هغه زیاته کړې، چې له دې پیسو څخه ۲۷۳مېلیونه ډالر جذب شوي او له ۲۴ مېلیونه ډالرو څخه زیاته پانګه دغه ولایت ته داخل شوې ده.

حمید حسیني ویلي:« عماني پانګه‌وال په دغه ولایت کې د ترسره شوې ټولې پانګونې ۴۰ سلنه جوړوي، چې په دغه نوملړ کې دویم ځای لري.»

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خانجان الکوزي تر دې مخکې ویلي و، چې ګڼو افغان سوداګرو خپلې پانګې ایران ته انتقال کړې دي.

هغه ويلي و، په ايران کې د افغانانو د پانګونې اندازه درې مېليارد ډالرو ته رسېدلې ده چې ډېرى يې هغه پانګه‌وال دي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته ايران ته تللي دي.

په افغانستان کې د طالبانو بیا ځلې واک ترلاسه کولو وروسته نږدې ټولو بهرنیو پانګه‌والو له افغانستانه د وتلو سربېره یو شمېر افغان پانګه‌والو هم خپلې پانګې او شرکتونه له افغانستانه و اېستل.

نور خبرونه

رادیو