د تېرې ولسي جرګې پخوانی غړی عبدالظاهر قدیر د دوبۍ په هوایي ډګر کې نیول شوی دی.
د نوموړي وراره جلال قدیر افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې د هغه د نیول کېدو خبره منلې ده.
نوموړي دغه راز ویلي، له ظاهر قدیر سره یې وروستۍ اړیکه د دوبۍ له هوایي ډګر څخه د اپرېل په ۱۵مه و، چې تراوسه پورې لادرکه دی.
جلال همداراز وايي، چې د ښاغلي قدیر د اړیکې شمېرې له هغه وخت راهیسې بندې دي او د نیولو لامل یې هم روښانه نه دی.
د هغه په خبره، «دا چی زمونږ او ستاسو مشر حاجی عبدالظاهر قدیر څو ورځی وړاندی بهرنی سفر درلوده، متاسفانه د حاجي صاحب ظاهر د وینا مطابق چې په هماغه لحظه یې مونږ ته وویل چی د دوبۍ هوایي ډګر څخه د امریکا استخبارتي پولیسو نیولی دی. هغه تر اوسه بیا تماس نه دی نیولی او لا درک دی.»
د یادولو ده، چې د هغه د نیولو کېدو په اړه عربي متحده امارتو په رسمي ډول تر اوسه څه نه دي ویلي.