‏فضلي: د ښځو او نجونو د کار او زده کړو مخنیوی ولسي ریښه نه لري

۴ ساعتونه مخکې

د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي د ښځو د حقونو په تړاو یو ځل بیا پر طالبانو په نیوکې سره وایي، چې د دغې ډلې له لوري د ښځو او نجونو پر کار او زده کړو بندیز ولسي ریښه نه لري او دغه پرېکړه افغاني ټولنې ته پردۍ ده.

نوموړي د دوشنبې په ورځ (د غویي لومړۍ نېټه) په خپل اېکس کې لیکلي، چې د نجونو د کار او زده کړو په برخو کې به د طالبانو دغه پرېکړه هېڅکله دوام ونه کړي.
د نوموړي په خبره: «افغاني ټولنه د خپل معاصر تاریخ په اوږدو کې د ټولو سیاسي حرکتونو یوازې هغه روایتونه منلي او ورته یې وده ورکړې چې د ولس له غوښتنو راوتلي وي او د ټولنې له نالیکل شویو ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي.»
هغه دغه راز په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې د مذهبي افراطیت او وارد شوي لېبرال فکر په ګډون هر هغه فکر چې ولسي بنسټ ونه لري، ماتېدونکی دی.
د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د چارو ادارې مشر همداراز په ملي پروسو کې د خلکو ونډې ته هم اشاره کړې ده او وایي، چې که ولس د ملي پروسو په تصمیم نیولو کې خپل رول و نه ویني، نو دغه پروسې د ځان نه، بلکې پردۍ ګڼي او بالاخره یې ردوي.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې طالبانو له نږدې څلورو کلونو راهیسې د افغانستان مېلیونونه نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع کړي دي.
نږدې هره ورځ د افغان سیاستوالو په ګډون په کور دننه او بهر کې نړۍوال بنسټونه او سازمانونه د طالبانو له مشرانو څخه د فرمانونو د لغوه کولو غوښتنه کوي، خو دغې ډلې هېڅکله د ښځو د حقونو په برخه کې خپله تګلاره بدله نکړه.
همدا دوه ورځې مخکې ملګرو ملتونو یو ځل بیا زده‌کړو ته د افغان نجونو پر حق او بشپړ لاسرسي ټینګار کړی او د مېلیونونو نجونو له ښوونځیو څخه د محرومیت د پای ته رسولو غوښتنه یې کړې ده.
د ملګرو ملتونو په خبره: «ښوونې او روزنې ته بشپړ لاسرسی یو بشري حق دی، خو اوس مهال په افغانستان کې مېلیونونه نجونې له ښوونځيو بې برخې دي. دوی ته باید اجازه ورکړل شي، چې زده کړې وکړي، خپلې بشپړې پوهې ته ورسېږي او د خپل هېواد په راتلونکي کې ونډه واخلي.»
د یونسکو د شمېرو له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۱،۵ میلیونه نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه منع شوې دي.
ملګرو ملتونو په وار-وار پر طالبانو غږ کړی، چې پر نجونو او ښځو تعلیمي بندیزونه لرې کړي، خو لا هم دا بندیزونه پر ځای پاتې دي.

نور خبرونه

رادیو