اېکسپرېس ټریبیون کابل ته د اسحاق ډار سفر یو بریالی ماموریت بولي

۶ ساعتونه مخکې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د کابل وروستی سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او نورو سیاسي مسایلو په برخه کې یو مهم پرمختګ ګڼلی، خو افغان سرچینې وايي چې د امنیت اړوند مسایل لا هم اوږدمهالې ژمنتیا ته اړتیا لري، چې دا ستونزه حل شي.

سرچینو اېکسپرېس ټریبیون ته ویلي، چې د شنبې په ورځ د ډار سفر د ډیپلوماتیکو ترینګلتیاوو کمښت، د سوداګرۍ پراخېدل، د کډوالو بېرته ستنېدل او د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د غړو د تګ‌راتګ موضوعاتو په ګډون څو اړخیزې موخې لرلې.

پاکستان او افغانستان اړیکو ته یوې نږدې سرچینې وویل: «د بهرنیو چارو وزیر ډار په‌خپله ومنله چې د دوو وروڼو هېوادونو ترمنځ اړیکې خړې‌پړې دي. بې‌باوري، سوداګري کسر، د افغان کډوالو ستنېدل او پر پولې بریدونو کابل ته خپګان رامنځته کړی.»

یو شمېر شنونکي باور لري، چې ډار په ډیپلوماتیک ډګر کې بریالی و، ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړپوړو لیدنو له لارې کنګل شوې فضا ماته شوه.

یوه شنونکي وویل: «په اقتصاد کې چې د ډار خپله قوي ساحه ده، هغه پوهېده څنګه بریا ترلاسه کړي. خپله وړتیا یې وښوده او ښه لوبه یې وکړه.»

په اقتصادي برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت یوه چارواکي اېکسپرېس ټریبیون ته ویلي، چې پاکستان به د ټرانزیتي افغان مالونو لپاره ۱۴ تر ۱۶ کټګوریو پورې اضافي تعرفې ختمې کړي.

نوموړي زیاته کړه: «دا به پر ۸۶۷ ډول مالونو باندې ۱۰سلنه مالیې له منځه یوسي او افغان ټرانزیتي مالونه به یو ځل بیا پخوانیو معافیتونو څخه ګټه پورته کړي.»

همداراز د خېبرپښتونخوا حکومت له‌خوا د کانټینر کراس سټفینګ (سي‌اېس‌اېس) په نوم پر افغان کانټینرونو لګېدلې ۲ سلنه مالیه به یو سلنې ته راکښته شي.

نور امتیازات:

د کراچۍ په بندر کې د افغان مالونو لپاره اسانتیا رامنځته کېدل.

د بارولو او تخلیې لپاره اسانتیاوې.

د کانټینرونو د تبادلې امتیازات

او اضافي محصولاتو څخه معافیت، دا ټول افغان خوا ته د هڅونې نښې ګڼل شوې دي.

د سرچینو په وینا، د افغانستان-پاکستان د ترانزیت تړون (اې‌پي‌ټي‌اې) به د جون تر ۳۰مې پورې نهایي او پلي شي.

دواړو خواوو هوکړه کړې، چې د سیاسي او سوداګریزو موضوعاتو لپاره به دوه کمېټې جوړوي چې وخت پر وخت به غونډې کوي.

په خبرو اترو کې د افغان خوا د کډوالو د ستنېدو پر بهیر خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

د افغان چارواکو له مخې، دوی د کډوالو د نیولو او «ناسم چلند» له امله خواشیني وو.

ورته مهال، اسلام‌اباد ډاډ ورکړی چې هېڅ افغان کډوال به له خپل مال او ملکیت څخه پرته نه شړل کېږي او خپل قیمتي توکي له ځان سره وړلای شي.

همداراز، پاکستان دا هم روښانه کړې چې ځیني شرخوښونکي دې د دغه نرموالي څخه د قاچاق لپاره استفاده نه کوي، نو یو منظم د څار او توازن سېسټم به د وتونکو کډوالو د څار لپاره وي.

د افغان خوا اندېښنه دا وه چې «شرخوښونکي» ښايي د بېرته ستنېدونکو کډوالو په بڼه افغانستان ته دننه شي.

په دې اړه د پاکستاني پلاوي ډاډ ورکړ، چې د کابل اندېښنې به په جدي ډول واورېدل شي.
ډار ډاډ ورکړ، چې اسلام‌اباد به هېڅکله خپله خاوره د افغانستان پر ضد کارېدو ته پرې نه ږدي.

د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او امنیتي مسایلو په اړه د امنیتي شنونکو او کارپوهانو په وینا، اوږدمهاله ژمنتیا نه لیدل کېږي، ځکه د حقاني شبکې مشر سراج‌الدین حقاني د پاکستاني پلاوي سره په هېڅ غونډه کې ګډون ونه کړ.

سرچینو ویلي، تر څو چې سراج‌الدین حقاني ژمنتیا ونه ښيي، پاکستان به نه په خېبرپښتونخوا او نه هم په بلوچستان کې سوله وویني.

یوه سرچینه وايي، چې پاکستان او افغانستان له مخکې د ګډې همغږۍ کمېټه (جې‌سي‌سي) جوړه کړې او تېرې میاشتې په‌کې د ټي‌ټي‌پي او نورو امنیتي مسایلو راپور وړاندې شوی و، خو جدي پایله به هغه وخت رامنځته شي چې حقاني هم د پرېکړو برخه وي.

دواړه لوري دا څرګندوي چې د ډار سفر په سوداګرۍ، دیپلوماتیکو او اقتصادي برخو کې بریالی و او هیله لري، چې مثبت اغېز به یې تر جون میاشتې ښکاره شي.

خو لا هم کابل د کډوالو مسله د اړیکو خنډ بولي او اسلام‌اباد ته د ټي‌ټي‌ټي‌ او نورو امنیتي مسایلو حل ډېر ستونزمن ښکاري.

یوې افغان سرچینې اېکسېریس ټریبیون ته ویلي: «که اسلا‌م اباد د امنیت له اړخه کوم بدلون احساس نه کړي، نو دا وېره شته چې له ډيورنډ کرښې د پاکستان احتمالي برید به ټولې هڅې له منځه یوسي.»

د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار دا کنګل ماتوونکی سفر شاوخوا دوه میاشتې وروسته ترسره کړ، وروسته له هغه چې دواړه هېوادونه د تورخم بندر پر سر د نښتو له امله د احتمالي پراخې جګړې تر څنډې رسېدلی وو.

پاکستان د افغانستان له خوا د یوې نوې پوستې جوړول د خپل حاکمیت خلاف وګڼلو.

تر اوږدو خبرو وروسته چې د دودیزې جرګې له خوا منځګړیتوب وشو او تورخم دروازه بېرته خلاصه شوه.

د تورخم له بیا پرانېستلو وروسته دواړو خواوو پټې خبرې پیل کړې، څو د تکراري بندښتونو مخه ونیسي او د اړیکو خنډونه لرې کړي.

اصلي خنډ دا دی، چې له افغان خاورې څخه د ټي‌ټي‌‌پي او نورو ډلو له‌خوا د پاکستان پر ضد کار اخیستل کېږي.

دا مسله ځکه نوره هم پېچلې شوې، چې ټي‌ټي‌پي اوس زیات شمېر افغانان د بریدونو لپاره ګوماري.

ځینې افغانان چې د بریدونو ښکېل ګڼل کېږي، د افغان طالبانو له مشرانو سره نېږدې خپلوان دي.

پاکستان افغان لوري ته ویلي، چې د ټي‌ټي‌پي د ستونزې تر حل پرته، د همکارۍ ځای نه شته.

د پردې تر شاه د خبرو پر مهال، د طالبانو حکومت ومنله چې ټي‌ټي‌پي یوه ستونزه ده او له پاکستانه یې وخت غوښتی، څو اندېښنې یې حل کړي.

اسلام‌اباد خپله یو څه نرمي وښوده او طالبانو ته یې وویل، چې لږ تر لږه دا یقیني کړي چې ټي‌ټي‌پي له افغانستانه برید ونه کړي.

پخوا پاکستان له طالبانو د ټي‌ټي‌پي پر ضد عملیات او د مشرانو نیول غوښتل، خو اوس اسلام‌اباد طالبانو ته ویلي، چې پرته له زور او نیولو دې داسې ګامونه واخلي چې ټي‌ټي‌پي نور له افغان خاورې کار وانخلي.

یوه چارواکي ویلي، طالبانو ومنله او د ګډې همغږۍ کمېټې (جې‌سي‌سي) په غونډه کې یې پاکستاني اړخ ته د خپلو اقداماتو تفصیل ورکړ.

یوه چارواکي دا هم افشا کړه، چې د طالبان څو افغانان د دغه شک له مخې نیولي چې ښايي په پاکستان کې په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل وي.

یوه چارواکي وویل، باور لري چې طالبان هم غواړي د ټي‌ټي‌پي موضوع حل کړي.

د اسحاق ډار د شنبې د سفر پر مهال د طالبانو رییس‌الوزرا ملا حسن اخوندزاده نوموړي ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان به د پاکستان په ګډون خپله خاوره د هېڅ ګاونډي هېواد پر ضد ونه کاروي.

ډار چې له خپل یوه ورځني سفر بېرته را ستون شوی، دا سفر یې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د «نوي څپرکي» پیل وباله.

یو لوړپوړی پاکستانی چارواکی چې د دې پرمختګونو شاهد و، وویل :«یقیناً دا یو ښه پیل دی. دوه میاشتې مخکې د جګړې خبرې روانې وې، خو اوس دغه وېره د نوې هیلې ځای نیولی دی.»

نور خبرونه

رادیو